د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف يو ځل بيا هغه ژمنه تکرار کړې چې د ملک د هر ګوټ نه به ترهه ګر ختموو .
د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي ايس پي ار له خوا نن د اتوار په ورځ خپور شوي بيان کې وئيلي شوي دي چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف پېښور ته تلی او د خالي په ورځ د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د وسله والو سره په يوه نښته کې د وژل شوو عسکرو جنازه کې ګډون کړی .
په شوال کې د وژل شوو جنازه د پېښور کور هېډکوارټر ادا کړی شوې چې پکې د پوځي چارواکو سره سياسي مشرانو هم ګډون کړی .
د پوځي بيان ترمخه د پوځ سرلښکر ته په کور هېډکوارټر کې د پېښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان په شوال کې د وسله والو پرضد د روانو عملياتو تازه احوال تېر کړیدی او د پوځ سرلښکر د عملياتو په اخيري پړاو اطمينان څرګند کړی .
جنرال راحيل شريف درې ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان شوال سيمې ته سفر کړی وو او په دغه مهال ئې د ضرب عضب د اخيري پړاؤ پېل کولو امر کړی وو .
د بيان ترمخه د پوځ سرلښکر وئيلي چې د ملک په هر ګوټ کې به ترهه ګرو پسې رسي او خاتمه به ئې کوي .
د پوځ لښکر پېښور کې د پوځي روغتون ته ورغلی او د افغانستان ملي اردو هغه ژوبل عسکر پوښتنه ئې کړې کوم چې دوه ورځې وړاندې د پېښور سي اېم اېچ ته راوړل شوی دی .