لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان: نښته کې ۱۹وسله وال، څلورعسکر وژل شوي


د پوځي بيان ترمخه په نښته کې د ۱۹ وسله والو ترڅنګ د يو پوځي افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي دي .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د خالي په ورځ د مشکوک ترهه ګرو سره د پوځ په نښته کې ۱۹ وسله والو او څلور پوځي عسکر وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې دغه نښته د شوال سيمې په منګروټۍ علاقه کې په داسې مهال رامنځته شوې چې په تېښه وال د عسکرو په ګېره کې راغلي او بيا ورسره نښته شوې ده .

د پوځي بيان ترمخه په نښته کې د ۱۹ وسله والو ترڅنګ د يو پوځي افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي دي .

د سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې امله يې په ازادانه توګه د اوښتې مرګ ژوبله پخلى نۀ شي کيدى.

د پاکستاني پوځ ترمخه دکال ٢٠١٤م دجون دمياشتې راهسې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب په نوم روانو عملياتو کې تر دې مهاله خواؤشا ٣٥٠٠ ترهه ګر وژل شوي دي.

روانه اوونۍ کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم دشمالي وزيرستان دوره کړې وه اؤ دغلته موجودو پوځيانو ته يې دضرب عضب دوروستي پړاؤ دپيل کولو امر کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG