لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : دوؤ ځانمرګي بريدونو کې ٢١ کسان وژل شوي


  پوليس وائي چې پلازمينه کابل کې ددفاع دوزارت سره نزدې يو ځانمرګي بريد کې ٩ کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي دي، له دې څو ساعته وړاندې دافغانستان په نقراره ولايت کونړ کې يو ځانمرګي بريد کې ١٣ کسان وژل شوي وؤ.

دافغانستان دوؤ بيلا بيلو سيمو کې دخالي په ورځ ترسره شوؤ دوؤ ځانمرګي بريدونو کې لږ ترلږه ٢١ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

پوليس وائي چې پلازمينه کابل کې ددفاع دوزارت سره نزدې يو ځانمرګي بريد کې ٩ کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي دي، له دې څو ساعته وړاندې دافغانستان په نقراره ولايت کونړ کې يو ځانمرګي بريد کې ١٣ کسان وژل شوي وؤ.

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي دپيښې پځايې کې ميډيا سره خبرو کې وويل ځانمرګي بريد کې نهه کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي، وژل شوؤ کې زياتره اولسي وګړي شامل دي.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې.

راپورونه وائي ځانمرګي بريدکوونکى په يو موټر سائيکل سور ؤ اؤ هغه دکونړ په سرښار اسداباد کې دوالي دودانۍ اؤ پوليسو دتاڼې سره نزدې پخپل ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد چولي چې په نتيجه کې يې ١١ کسان وژل شوي اؤ د٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

ددغه بريد په اړه والي وحيدالله کليمزئ وئيلي دي ځانمرګي بريدکوونکى په يو موټر سائيکل ورغلى اؤ په اسد اباد کې يې ديوې حکومتي ودانۍ په دروازه کې ځان الوځولى، هغه وئيلي دي بريد کې وژل شوي زياتره کسان اولسي وګړي اؤ هاغه ماشومان وؤ چې دسيمې څخه تيريدل اؤ يا يې په پارک کې لوبې کولې.

دپيښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې عسکر رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې ده.

په سمدستي توګه ددغه ځانمرګي بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو راپورونه وائي ددغه بريد ظاهري هدف يو قبائيلي مشر اؤ ديو لښکر مشر حاجي خان جان ؤ څوک چې په مړو کې شامل دى، هغه دطالبانو په ضد ګڼو عملياتو کې ککړ پاتې شوى ؤ.

افغانستان کې دغه وروستى ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دافغان حکومت لخوا دپاکستان، امريکا اؤ چين په ملاتړ طالبانو سره دامن مذاکراتې هلې ځلې ګړندۍ شوي اؤ دمارچ مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دپيل کيدو هيله ده.

XS
SM
MD
LG