لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي ترهه ګر دپاکستان اؤ افغانستان ګډ دښمنان دي

 دشورو په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغان اولسي جرګې دسپيکر عبدالروف ابراهيمي سره دليدنې په مهال نوازشريف يوځل بيا دپاکستان دا دريځ تکرار کړو چې افغانستان کې امن، ثبات اؤ پرمختګ دپاکستان په ګټه دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي ترهه ګر دپاکستان اؤ افغانستان ګډه دښمنان دي اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دواړو هيوادونو ته په ګډه دکار کولو اړتيا ده.

دشورو په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغان اولسي جرګې دسپيکر عبدالروف ابراهيمي سره دليدنې په مهال نوازشريف يوځل بيا دپاکستان دا دريځ تکرار کړو چې افغانستان کې امن، ثبات اؤ پرمختګ دپاکستان په ګټه دى.

دوزيراعظم هاؤس څخه دجاري شوي بيان ترمخه نواز شريف هيله څرګنده کړه چې دافغانانو له لوري پخپله توګه دپيل کړل شوؤ اؤ دهغوي په مشرۍ کې دروان امن عمل له لارې دسولې اؤ جوړجاړي ودې لپاره به دپاکستان دمخلصانه اؤ پرله پسې هڅو سره افغانستان کې تلپاتې امن پځايې کيږي.

نوازشريف وويل پاکستان افغانستان سره دورورولۍ اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.

هغه افغانستان ته دبنيادي ځاندرې پرمختګ کې دملاتړ وړانديز وکړو اؤ دافغان حکومت طالبانو سره دمذاکراتو پريکړه يې لويې پرمختګ وګرځولو.

نوازشريف وويل چې طالبانو سره مذاکراتو لپاره څلور فريقي ډله سم اړخ ته پرمختګ کوي اؤ پاکستان دافغان امن عمل کې کاميابۍ لپاره مخلصانه کردار ادا کوي.

نوازشريف وويل چې پاکستان افغانستان سره دجامع اؤ پائيداره شراکت دارۍ خواهش لري اؤ دکابل حکومت سره امنيت، دترهه ګرۍ مخنيوي ، تجارت اؤ معاشي پرمختګ لپاره مرسته غزول غواړي.

په دغه موقع عبدالروف ابراهيمي دافغان کډوالو په ٣٠ کاله ميلمستيا دپاکستان دحکومت اؤ اولس مننه ادا کړه.

نوازشريف دافغان اولسي جرګې دمشر سره دغه ليدنه يوه ورځ وروستو له هغې کړې ده چې دنهې په ورځ کابل کې دڅلور ملکي مشاورتي غونډې په پاې کې جاري کړل شوې اعلاميه کې وئيل شوي وؤ پاکستان به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دکابل دحکومت ، افغان طالبانو اؤ نورو ياغي ډلو ترمينځ دنيغ په نيغه مذاکراتو کوربه توب کوي

ګډه اعلاميه کې وئيل شوي وؤ” درابطه ډلې غړي هيوادونه طالبانو اؤ نورو ډلو ته بلنه ورکوي چې دافغان حکومت سره دې دامن نيغ په نيغه خبرو اترو کې دخپلو واکمنو استازو له لارې برخه واخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG