لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل راحيل لخوا دضرب عضب دوروستي پړاؤ دپيل کولو امر

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل دوره کړې ده اؤ دترهه ګرو په ضد دروانو عملياتو ضرب عضب جاج يې اخستى دى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ددورې په مهال پوځ ته دترهه ګرو په ضد سيمه کې دروانو عملياتو ضرب عضب دوروستي پړاؤ دپيل کولو امر کړى دى.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل دوره کړې ده اؤ دترهه ګرو په ضد دروانو عملياتو ضرب عضب جاج يې اخستى دى.

پوځي وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي دي دپوځ سرلښکر ته په دغه موقع داپريشن کمانډر لخوا دضرب عضب عملياتو دلاسته راوړنو په اړه دحال احوال تيرول کيدو په مهال وئيل شوي دي چې دمقامي ابادۍ په مرستې سره شوال څخه ترهه ګر ختم کړى شوي دي.

جنرل راحيل عملياتو کې برخه اخستو پوځيانو سره ليدنه کړې اؤ دهغوي دحوصلې ستائينه يې کړې ده.

دپاکستاني پوځ سرلښکر په دغه موقع پوځ ته دضرب عضب عملياتو دوروستي پړاؤ دپيل کولو امر کړى اؤ وئيلي يې دي چې دترهه ګرو باقيات اؤ سهولت کاران دې په هر صورت کې ختم کړى شي.

جنرل راحيل پوځيانو ته وويل دعملياتو دوروستي پړاؤ مقصد ترهه ګر ځانله کول اؤ پرته له امتياز څخه په ټول هيواد کې يې دخواخوږو اؤ ملاتړ کوونکو سره اړيکې پرې کول دي.

دپوځ سرلښکر وويل دپوځيانو قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي اؤ هغوي به دترهه ګرۍ څخه دپاک پاکستان مقصد ترلاسه کوي.

دپاکستان پوځ جون کال ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان اؤ وروستو داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې عمليات پيل کړي وؤ ، خيبرايجنسۍ کې دپيل کړل شوؤ عملياتو وروستو پاې ته درسولو کيدو اعلان شوى ؤ اؤ شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې تردې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژل کيدو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توګه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG