لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې پينځه عسکر ژوبل شوي


دامنيتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو يو ګاډى دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وؤ چې په وانا سيمه کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه اؤ په نتيجه کې يې پينځه عسکر ژوبل شول.
دامنيتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو يو ګاډى دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وؤ چې په وانا سيمه کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه اؤ په نتيجه کې يې پينځه عسکر ژوبل شول.

دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دشورو په ورځ يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه عسکر ژوبل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو يو ګاډى دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وؤ چې په وانا سيمه کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه اؤ په نتيجه کې يې پينځه عسکر ژوبل شول.

ژوبل عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي، دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي دي.

دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتيرو څو ورځو راهسې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

تيره ورځ دپاکستان پوځ وئيلي وؤ شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې يې ١٥ جنګيالي وژلي دي.

څو ورځې وړاندې کرمه ايجنسۍ کې يوه ډرون حمله هم شوې وه ، دډرون څخه ګڼ ميزائيلونه داغل شوي وؤ چې پکې دتندلارو درې مرکزونه تباه شوي وؤ اؤ يو تندلاري دژوبل کيدو اطلاع ترلاسه شوې وه.

پينځه ورځې دمخه مومندايجنسۍ کې په دوؤ مقاماتو حمله شوې وه چې پکې دخاصه دار فورس ٩ عسکر وژل شوي وؤ، ددغه حملو ذمه واري دداعش پلوي ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه.

ددغه حملې څخه دوه ورځې وړاندې مومندايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو يوه کارروايۍ کې پينځه جنګيالي وژل شوي وؤ.

همدغه شان خيبرايجنسۍ کې هم پينځه ورځې دمخه نامعلومو وسله والو په ډزو سره يو افغان مذهبي مشر وژلى ؤ. جنوبي وزيرستان کې تندلارو درې ورځې دمخه يو نوى جوړ شوى سرکاري سکول په بارودو سره الوځولى ؤ اؤ مقامي انتظاميې هم پخلى کړى ؤ. ددغه چاؤدنې څخه پينځه ورځې دمخه هم يوه چاؤدنه شوې وه چې پکې يو عسکر وژل شوى ؤ.

دپاکستان پوځ خپلو قبائيلي سيمو کې ګڼې کارروايۍ ترسره کړي اؤ ددغو کارروائيو په نتيجه کې يې دامنيتي وضعې دښه کيدو دعوې کړي هم کړي دي.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دجون کال ٢٠١٤م راهسې دضرب عضب په نوم عمليات روان دي چې پکې پوځ تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ، همدغه شان خيبرايجنسۍ کې

هم دخيبرون اؤ خيبرټو په نوم عمليات ترسره شوي چې پکې دسلګونو جنګيالو دوژلو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله يې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG