لاس رسیدونکی لینک

پاکستان به دمارچ مياشت کې دافغان امن مذاکراتو کوربه توب کوي


ګډه اعلاميه کې وئيل شوي دي چې” درابطه ډلې غړي هيوادونه طالبانو اؤ نورو ډلو ته بلنه ورکوي چې دافغان حکومت سره دې دامن نيغ په نيغه خبرو اترو کې دخپلو واکمنو استازو له لارې برخه واخلي“

دنهې په ورځ کابل کې دڅلور ملکي مشاورتي غونډې په پاې کې جاري کړل شوې اعلاميه کې وئيل شوي دي چې پاکستان به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دکابل دحکومت ، افغان طالبانو اؤ نورو ياغي ډلو ترمينځ دنيغ په نيغه مذاکراتو کوربه توب کوي.

ګډه اعلاميه کې وئيل شوي دي چې” درابطه ډلې غړي هيوادونه طالبانو اؤ نورو ډلو ته بلنه ورکوي چې دافغان حکومت سره دې دامن نيغ په نيغه خبرو اترو کې دخپلو واکمنو استازو له لارې برخه واخلي“

اعلاميه کې وئيل شوي دي پاکستان په اسلام اباد کې دخبرو اترو ددغه پړاؤ دکوربه توب وړانديز کړى دى.

دکابل دڅلور ملکي رابطه ډلې دغونډې په مهال دافغانستان دبهرنو چارو وزير حکمت خليل کرزي، دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري، دچين سفير ياؤ جنګ اؤ دامريکا ناظم الامور ډيوډ لنډوال دخپلو خپلو هيئتونو مشري کړې ده.

اعلاميه وائي رابطه ډله دصدر اشرف غني لخوا په ١٥مه فرورۍ دجاري کړل شوي هاغه بيان هرکلى کوي چې پکې دطالبانو ډلو اؤ حزب اسلامي سره دافغان حکومت دسولې اؤ جوړجاړي دژمنې يادونه شوې ده.

غړو هيوادونو دپاکستان اؤ افغانستان لخوا دافغانانو په مشرۍ دافغان امن اؤ جوړجاړي دعمل دملاتړ په غرض ا دپاکستان اؤ افغانستان علماؤ سره کار کولو لپاره دګډې کاري ډلې دجوړولو ستائينه هم کړې ده.

دروانې مياشتې په پيل کې دڅلور ملکي ډلې غونډه اسلام اباد کې ترسره شوې وه چې پکې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دفرورۍ دمياشتې تر اخره دمذاکراتو په پيل کيدو اتفاق شوى ؤ.

کابل کې روانې غونډې ته دوينا په مهال دافغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني يوځل بيا په طالبانو غږ کړى چې هغوي دې دمذاکراتو عمل کې شامل شي.

هغه وويل دنهې په ورځ روانه غونډه به دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو دزر تر زره دترسره کيدو لاره ټاکي.

صلاح الدين رباني وويل هغوي غواړي چې دغه غونډه دطالبانو ددلو اؤ افغان حکومت ترمينځ دفرورۍ تر اخره دخبرو اترو تفصيلات فيصله کړي.

په ډاګه دې وي چې دګل په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دقطر امير شيخ تميم بن حمادالثاني سره ليدنه کې په افغان امن عمل خبرې اترې کړې وې.

دافغان طالبانو سياسي دفتر قطر کې دى.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان ط البانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

ددغه ليدنې مقصد جګړه ځپلي افغانستان کې دمذاکراتو له لارې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دستونزې ممکنه حل راويستل وؤ، خو دخبرو اترو دلمړي پړاؤ ترسره کيدو څخه دوه اوونۍ وروستو دا خبر مخې ته راغلى ؤ چې دطالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله دمخه مړ شوى.

ددغه خبر مخې ته دراتللو څخه وروستو دامن مذاکراتو عمل ځنډيدلى ، دافغان طالبانو ترمينځ دقيادت پسر اختلافونو سرراپورته کړى اؤټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې وه.

پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دافغانانو په مشرۍ دافغان جوړجاړي دعمل ملاتړ کوي ځکه چې يو پرامنه افغانستان پخپله دپاکستان دسلامتۍ لپاره ضروري دى.

خو افغان چارواکي بيا وائي افغان امن کې دخلوص ثابتولو لپاره پکار ده چې پاکستان پخپله خاوره دموجودو افغانستان دمخالفو تندروه ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه کوټلي ګامونه واخلي اؤ دهغوي ځالې له مينځه يوسي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دکال ٢٠١٤م دجون دمياشتې راهسې روانو عملياتو ضرب عضب کې يې ټول ترهه ګر پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کړي اؤ دهغوي دمنظمو حملو توان ته يې زيان رسولى.

XS
SM
MD
LG