لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : فضائي بريدونو کې د١٥ جنګيالو دوژل کيدو دعوه


 دائي ايس پي ار ترمخه دغه فضائي بريدونه دکرمې ايجنسۍ په الواړه منډۍ، خر تنګي اؤ ميزر نومې سيمو کې ترسره شوي دي.
دائي ايس پي ار ترمخه دغه فضائي بريدونه دکرمې ايجنسۍ په الواړه منډۍ، خر تنګي اؤ ميزر نومې سيمو کې ترسره شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې (ائي ايس پي ار ) دنهې په ورځ وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې لږ ترلږه ١٥ جنګيالي وژل شوي اؤ دهغوي ٨ ځالې هم تباه کړل شوي دي.

دائي ايس پي ار ترمخه دغه فضائي بريدونه دافغان پولې ترڅنګ په الواړه منډۍ، خر تنګي اؤ ميزر نومې سيمو کې ترسره شوي دي.

له دې وړاندې نن امنيتي چارواکو دعوه کړې وه چې نامعلومو تندلارو دبره کرمې ايجنسۍ په قيمتى نومې سيمه کې دايف سي په يوه پوسته دمارټر درې ګولې داغلي دي خو دامنيتي ځواکونو دځوابي کارروايۍ وروستو بريدکوونکي تښتيدلي دي.

کالعدم تحريک طالبان يو بيان کې ددغه ګوله بارۍ ذمه واري په غاړه اخستې.

دتيرو څو اوونو راهسې دافغان پولې ترڅنګ دپاکستان قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو حملو کې اضافه راغلې ده.

تيره ورځ کرمه ايجنسۍ کې يوه ډرون حمله هم شوې وه ، دډرون څخه ګڼ ميزائيلونه داغل شوي وؤ چې پکې دتندلارو درې مرکزونه تباه شوي وؤ اؤ يو تندلاري دژوبل کيدو اطلاع ترلاسه شوې وه.

پينځه ورځې دمخه مومندايجنسۍ کې په دوؤ مقاماتو حمله شوې وه چې پکې دخاصه دار فورس ٩ عسکر وژل شوي وؤ، ددغه حملو ذمه واري دداعش پلوي ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه.

ددغه حملې څخه دوه ورځې وړاندې مومندايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو يوه کارروايۍ کې پينځه جنګيالي وژل شوي وؤ.

همدغه شان خيبرايجنسۍ کې هم څلور ورځې دمخه نامعلومو وسله والو په ډزو سره يو افغان مذهبي مشر وژلى ؤ. جنوبي وزيرستان کې تندلارو درې ورځې دمخه يو نوى جوړ شوى سرکاري سکول په بارودو سره الوځولى ؤ اؤ مقامي انتظاميې هم پخلى کړى ؤ. ددغه چاؤدنې څخه پينځه ورځې دمخه هم يوه چاؤدنه شوې وه چې پکې يو عسکر وژل شوى ؤ.

دپاکستان پوځ خپلو قبائيلي سيمو کې ګڼې کارروايۍ ترسره کړي اؤ ددغو کارروائيو په نتيجه کې يې دامنيتي وضعې دښه کيدو دعوې کړي هم کړي دي.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دجون کال ٢٠١٤م راهسې دضرب عضب په نوم عمليات روان دي چې پکې پوځ تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ، همدغه شان خيبرايجنسۍ کې هم دخيبرون اؤ خيبرټو په نوم عمليات ترسره شوي چې پکې دسلګونو جنګيالو دوژلو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله يې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG