امريکا او روس په شام کې د روان جنګ د اوربند په منصوبه صلاح شوي دي، د دې دپاره چې په جنګ کې ګېرو خلکو ته امداد ورسؤل شي او د سياسي خبرو دپاره لار جوړه شي .
د ګل په ورځ جاري کړي يو ګډ بيان کې امريکا او روس وړانديز کړی چې اوربند به د ۲۷م فرورۍ نه پېل کيږي دا به په شخړه کې ککړو ټولو فريقو باندې نافذ وي علاوه د هغو ترهګرو نه لکه داعش او القاعده سره اړونده جبهت النصره ډلې .
د سپيني ماڼۍ نه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې صدر باراک اوباما او د روس صدر ولادي ميرپيوټن د ګل په ورځ په ټيلي فون د اوربند په اړه خبرې کړي دي .
د امريکا او روس په ګډ بيان کې وئيل شوي چې د اوربند دوامداره ساتلو دپاره به د رابطې هاټ لائن جوړولی شي او که ضروري شوه نو د يو بل خبرلو دپاره به يو ورکنګ ګروپ جوړولی شي .
د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي راتلونکو ورځو کې به په دې باندې کار کولی شي چې د اوربند ټول شرائط عملي شي .
د نوموړي په وينا دا د ژمنې وخت دی ، ولې زياته کړې يې ده دغه کار په پورته کړل شوؤ ګامونو اډاڼه لري .
امريکا او روس د اوربند د ټاسک فورس مشري کوي کومه چې د ۱۷ ملکونو د شام په اړه د نړيوال مرستندويه ګروپ برخه ده ، د روانې مياشتې په سر کې په ميونخ کې يوه غونډه شوې وه او په هغې کې د تېرې جمعې نه د اوربند هيله څرګند کړی شوې وه .
د دغه ممکنه لوظنامې کېدو نه يوه ورځ وړاندې د داعش تُندلارو په دمشق او حمص کې د شوؤ حملو زمه واري قبول کړې په کومو کې چې د۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .