لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان تېرکال د بهر ملکونو نه د ۷۳۵ملينه ډالرو وسله راغوښتې، راپور


د سِپری ادارې وئيلي چې په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان د ۳۷ کروړه او ۵۰ لاکه ډالرو وسله د بهر ملکونو نه راغوښتې ده ،
د سِپری ادارې وئيلي چې په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان د ۳۷ کروړه او ۵۰ لاکه ډالرو وسله د بهر ملکونو نه راغوښتې ده ،

د سټاک هوم انټرنيشنل پيس ريسرچ انسټيټيوټ (سِپري) په نوم يوې نوميالۍ نړيوالې ادارې په خپل يو راپور کې وئيلي تېر کال پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې په لسم نمبر ؤ کوم چې د بهر نه وسلې راغواړي، سعودي عرب په دغو ملکونو کې په لمړي او هند په دويم نمبر دی .

د سِپری ادارې وئيلي چې په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان د ۳۷ کروړه او ۵۰ لاکه ډالرو وسله د بهر ملکونو نه راغوښتې ده ، او د دې په مقابله کې هند د درې اربه ۷۰کروړه او ۸۰ لاکه ډالرو وسله اخستې ده .

هند په کال ۲۰۱۴م کې په نړۍ کې د بهر نه ترټولو زيات وسله راغوښتونکی ملک ؤ ، او پاکستان په دغه کال کې د لسو هېوادونو په شمېره کې په نهم نمبر ؤ .

پاکستان ته زياتې وسلې د امريکې او چين نه راغوښتل کيږي چين په لمړي او امريکا په دويم نمبر ده، تېر کال د چين نه راغوښتې شوې وسلې ماليت۵۶۵ ملينه ډالره ؤ کوم چې د کال ۲۰۱۴م په پرتله ۷۰ فيصده زيات شوی په کال ۲۰۱۴م کې د ۳۹۴ ملينه ډالرو وسله د چين نه اخستل شوې وه .

بل لور ته د امريکې نه د وسلې اخستل کم کړی شوي دي .

په کال ۲۰۱۵م کې د امريکا نه د ۶۶ ملينه ډالرو او د هغې نه وړاندې په کال۲۰۱۴م کې د ۱۸۹م ملينه ډالرو وسله اخستل شوې وه .

د چين نه د وسلو اخستو دپاره پاکستان اوس هم غوره مارکيټ دی د بنګله دېش او ميانمار په مقابله کې ترې زياته وسله پاکستان اخلي .

هند زياته وسله د روس او بيا د اسرائيل او امريکې نه اخلي .

د سِپري د رپورټ ترمخه چين په تېر پينځه کال موده کې په نړۍ کې د وسلې خرڅولو مقدار يو په دوه زيات کړی دی ، او په نړۍ کې بهر ملکونو ته د وسلو لېږونکو په شمېره کې په درېم نمبر راغلی دی .

بل لور ته که څه هم چين زياتې وسلې بهر ليږي ولې بيا هم په دغه کار کې د امريکې او روس نه ډېر وروستو دی .

د سِپري ترمخه په نړيواله کچه د وسلو تيارو په صنعت کې چين درنه سرمايه لګولې ده .

د سِپري په رپورټ کې پاکستان، سعودي عرب، هند، ترکي، متحده عرب امارات، اسټريليا، ويتنام او شمالي کوريا يواځې هغه ملکونه دي چې وسلې د بهر نه راغواړي .

بل لور ته روس، جرمني، يوکرېن، نېدرلېنډ، برطانيه، فرانس او اټلي هغه ملکونه دي چې وسلې يواځې بهر ملکونو ته ليږي .

امريکا او چين داسې ملکونه دي چې وسلې ليږي او ر اغواړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG