لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښورزلمي ټيم د پي اېس اېل نه بهر شو


د پي اېس اېل فائنل به د نهې په ورځ د کوئټه ګلېډي اېټرز او اسلام اباد يونائټډ ترمنځ کيږي .
د پي اېس اېل فائنل به د نهې په ورځ د کوئټه ګلېډي اېټرز او اسلام اباد يونائټډ ترمنځ کيږي .

په دوبۍ کې روان د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) په سيالو کې د اسلام اباد يونائټډټيم د پېښور زلمي لوبډلې ته ۵۰ په رنزونو ماتې ورکړه او فائنل ته ورسېدو .

د پي اېس اېل فائنل به د نهې په ورځ د کوئټه ګلېډي اېټرز او اسلام اباد يونائټډ ترمنځ کيږي .

نن د پي اېس اېل په ناک اؤټ مېچ کې اسلام اباد يونائټډ لمړی بيټنګ کړی او د شرجيل خان د ۱۱۷ رنزونو په مرسته يې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په درېو لوبغاړو سوځېدو۱۷۶ رنزونه جوړ کړي وو .

د پېښور زلمي په ټيم کې شان ټېټ دوه لوبغاړي اؤټ کړي وو .

د اسلام اباد د ټيم په ځواب کې د پېښور زلمي يو لوبغاړي هم غوره لوبه ونه کړی شوه او په ۱۸ اوورونو کې ټول په ۱۲۶ رنزونو اؤټ شو .

د پېښورزلمي په ټيم کې زيات رنزونه کامران اکمل ۴۵ او شاهداپريدي ۳۸ رنزونه جوړ کړل .

د اسلام اباد يونائټډ عمران خالد څلور او اندری رسل درې لوبغاړي اؤټ کړل .

له دې وړاندې د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم په لمړي پلی اف مېچ کې د پېښورټيم ته ماتې ورکړې او فائنل رسيدلي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG