لاس رسیدونکی لینک

خيبرپښتونخوا:ضمني بلدياتي انتخاباتو لپاره دپولنګ وروستو درائيو شميرنه روانه ده


دانتخاباتي کميشن ترمخه خيبرپښتونخوا کې په ٣٥٦ خالي بلدياتي چوکو ٨٢٨ اميدواران ولاړ دي اؤ ددې لپاره ٦٠٩درايې اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي وؤ چې پکې ٢٣٢ پولنګ سټيشن حساسې اؤ ٢٨٩ زياتې حساسې ګرځول شوې وې.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا ٢٣ ضلعو کې په ٣٥٦ بلدياتي چوکو ضمني انتخاباتو لپاره دپولنګ څخه وروستو درايې شميرنه روانه ده.

دانتخاباتي کميشن ترمخه خيبرپښتونخوا کې په ٣٥٦ خالي بلدياتي چوکو ٨٢٨ اميدواران ولاړ دي اؤ ددې لپاره ٦٠٩درايې اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي وؤ چې پکې ٢٣٢ پولنګ سټيشن حساسې اؤ ٢٨٩ زياتې حساسې ګرځول شوې وې.

دپولنګ عمل سحر اته بجې پيل شوى اؤ دماښام پينځوؤ بجو پورې پرته له کومې دمې څخه روان ؤ، په دغه مهال دڅلورو زرو څخه زيات پوليس، ايف سي اؤ دليويز عسکر ځايې پځايې کړل شوي وؤ اؤ کوم ممکنه هنګامي صورتحال کې پوځ ته هم دبيدار اوسيدو وينا شوې وه.

صوبائي اليکشن کميشن وائي خيبرپښتونخوا کې ٥٧٤ اميدواران دوړاندې څخه پرته له مقابلې منتخب شوي اؤ داقليتونو په دوؤ چوکو څلور کانديدان ولاړ دي خو داقليتونو لپاره ځانګړي کړل شوې اکثره چوکۍ خالي پرتې دي.

دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دښځو اؤ اقليتونو ديونين اؤ ويلج کونسلو د٢٤٠ؤ چوکو لپاره کوم اميدوار ميدان ته نۀ دى راوتلى خو دضلعې شپږو يونين کونسلونو کې د٣٤٧ؤ چوکو لپاره ١٠٧ اميدواران ولاړ دي، همدغه شان کوز دير کې دووټرانو دفهرستونو په ورکيدو ددوؤ تحصيليدارانو خلاف مقدمې درج کړل شوي اؤ پولنګ سټيشنو ته نور ووټر لسټونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG