لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سري نګر:کاروان باندې بريد کې دوه هندي عسکر وژل شوي


د پوليسو په وينا د حملې نه پس وسله وال يو سرکاري تربيتي انسټيټوت ته ننوتي چرته چې ۱۰۰ کسان موجود وو .
د پوليسو په وينا د حملې نه پس وسله وال يو سرکاري تربيتي انسټيټوت ته ننوتي چرته چې ۱۰۰ کسان موجود وو .

د هند د ولقې لاندې کشمير کې د خالي په ورځ وسله والو په يو نيم پوځي کاروان باندې بريد کړی چې په نتيجه کې يې دوه عسکر وژل شوي دي .

د پوليسو په وينا د حملې نه پس وسله وال يو سرکاري تربيتي انسټيټوت ته ننوتي چرته چې ۱۰۰ کسان موجود وو .

راپورونه وايي د وسله والو تعلق د ياغي ډلې سره دی کومه چې په علاقه کې د هند د واک خلاف ده ، وسله والو د سنټرل رزرو پوليس فورس (سي ار پي اېف) په کاروان حمله کړې او بيا يې د سري نګر په لرې پرته علاقه کې يو مرکز باندې د نيم پوځي دستې سره نښته شوې ده .

د پوليس انسپکټر جنرل جاوېدګېلاني په وينا کاروان باندې بريد او نښتې په مهال د سي ار پي اېف دوه عسکر وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي . نوموړي وئيلي په ودانۍ کې ټول عام خلک محفوظ کړی شوي دي .

د عيني شاهدينو په وينا درې تُندلاري کمپليکس ته ورننوتي کوم چې سرکاري ودانی دی .

وسله والو په وداني کې دننه خلکو ته د خپل ځان محفوظ کولو او نزدې هاسټل پله د تلو وئيلي دي .

يو کس چې په دغه سرکاري ودانۍ کې کار کوي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وئيلي دي ، وسله وال چې د ودانۍ په استقباليه راننوتل په دغه مهال د سي ار پي اېف چارواکو هغويې په هدف کول، هغوي هر يو ته د خپل ځان بچ کولو او نزدې بل وداني ته د تلو وئيل .

ګيلاني وئيلي ژوبل عسکر روغتون ته وړل شوي چې پکې د يو روغتيايي حالت مرګونی دی .

کشمير کې د هندمخالفه جذبات موجود دي او دغلته د کال ۱۹۸۹ نه ياغي ډلې د خپلې ازادۍ يا پاکستان سره د شامليدو دپاره جنګيږي . هند او پاکستان د کشميرځيني علاقې د خپل انتظام لاندې چلوي او دواړه ملکونه په ټوله علاقه دعوه لري .

د وسله والو نښتو او دغلته د هند د سختو عملياتو په نتيجه کې د اته شپېته زرو نه زيات خلک وژل شوي دي .

هند او پاکستان په کال ۱۹۴۷م کې د برطانوي استعمار نه ازاد شوي، او د هغې نه پس درې جنګونه کړي چې پکې دوه د کشمير د ولقې سره اړونده وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG