لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد: دمشرف دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري


داسلام اباد يو عدالت دخالي په ورځ دغه مقدمه کې پرويز مشرف ته عدالت ته دحاضرۍ څخه داستثنا دخواست اوريدنه کړې اؤ دا يې رد کړى اؤ پوليس ته يې حکم کړى چې ملزم دې ونيول شي اؤ په ١٦م مارچ دې عدالت ته پيش کړى شي.

دپاکستان يو مقامي عدالت دلال جومات دپخواني ملا عبدالرشيد دقتل مقدمه کې دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى اؤ هغه ته يې عدالت ته دپيش کيدو حکم کړى دى.

داسلام اباد يو عدالت دخالي په ورځ دغه مقدمه کې پرويز مشرف ته عدالت ته دحاضرۍ څخه داستثنا دخواست اوريدنه کړې اؤ دا يې رد کړى اؤ پوليس ته يې حکم کړى چې ملزم دې ونيول شي اؤ په ١٦م مارچ دې عدالت ته پيش کړى شي.

دلال جومات ملا عبدالرشيد جولا ئي کال ٢٠٠٧ء کې داسلام اباد دلال جومات پوځي عملياتو کې وژل شوى ؤ اؤ دهغه دکورنۍ غړو ددغه پيښې مقدمه دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد جمع کړې چې پکې دريځ خپل کړل شوى چې دغه عمليات دهاغه وخت دپوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف په حکم ترسره شوي وؤ.

پرويز مشرف دريځ لري لال جومات اؤ ورسره پيوست مدرسې جامعه حفصه کې دتندلارو دموجودګۍ خلاف اؤ درياست دعملدارۍ بحالولو لپاره دغه پوحي عمليات دنورو اړونده چارواکو په مشورې سره ترسره شوي وؤ.

دپخواني صدر دوکيلانو ټيم کې شامل چوهدري فصل حسين وائس اف امريکا ته وئيلي دي پرويز مشرف دخپل ناساز طبيعت له امله سفر نۀ شي کولى اؤ هم په دې اساس عدالت کې دهغه دحاضرۍ څخه داستثنا خواست شوى ؤ، هغه وئيلي دي دعدالتي حکم خلاف به اعلي عدالت ته مراجعه کولى شي.

پرويز مشرف اګست کال ٢٠٠٨م کې دپاکستان دصدر دچوکۍ څخه مستعفي شوى ؤ اؤ وروستو يې جلا وطني خپله کړې وه.

کال ٢٠١٠م کې هغه سياسي ګوند ګوند ال پاکستان مسلم ليګ جوړ کړى اؤ وروستو عامو انتخاباتو کې برخې اخستو لپاره ٢٠١٣م کې پاکستان ته ستون شوى ؤ.

خو دهغه په ضد پاکستان کې دائين دماتولو ترڅنګ دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل مقدمې هم تراوريدو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG