لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليبيا: امريکايي فضايي بريد کې د داعش تربيتي مرکز په هدف شوی


د پينټاګون پريس سيکرټري پيټرکوک د جمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي مونږ دا اطمنان محسوؤ چې دا ډېره کاميابه حمله وه .
د پينټاګون پريس سيکرټري پيټرکوک د جمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي مونږ دا اطمنان محسوؤ چې دا ډېره کاميابه حمله وه .

امريکايي جنګي الوتکو د جمعې په ورځ د تيونس سره په پوله د ليبيا په لويديځه سيمه کې د داعش ډلې يو هم مرکز په هدف کړی او په درځنونو تربيت کوؤنکي ترهګر يې پکې وژل شوي دي .

په واشنګټن کې د دفاع چارواکو وئيلي زيات احتمال د دې دی چې په دغه بريد کې د داعش ډلې يو سينئيرغړی نورالدين چچني وژل شوی دی .

د پينټاګون پريس سيکرټري پيټرکوک د جمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي مونږ دا اطمنان محسوؤ چې دا ډېره کاميابه حمله وه .

چچني تېر کال په تيونس کې دوه غټو ترهګر بريدونو کې ککړ ؤ ، په کومو کې چې ۶۰ کسان وژل شوي وو .

د امريکايي بريدونو هدف د ليبيا د بحېره روم په لويديځ کې د طرابلس نه په ۷۵ کلوميټره لرې په صبراته کې يو فارم هاؤس ؤ . او د ځايي راپورونو ترمخه په فضايي بريدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي دي .

د کوک ترمخه پېنټاګون د اونو راهسې د داعش دغه ځايې په نظر کې ساتو او ليدل شوي چې په دغه ځاې کې ۶۰ کسانو تربيت حاصلولو .

د صبراته مېئر وئيلي په وژل شوؤ کې د زياتو تعلق د تيونس سره ؤ او هغوې په ورستيو کې دغه تربيتي کېمپ ته راغلي وو .

خبريالانو سره خبرو کې مېئر وئيلي په وژل شوؤ کې يو د اردن ؤ او ځينې پکې بچ شوي هم دي .

برطانيې د دغو بريدونو هرکلی کړی دی .

د جمعې په ورځ ترسره شوې د امريکا لخوا په ليبيا کې د داعش په ضد په درېو مياشتو موده کې دا دويمه حمله وه .

د دفاع سيکرټري اېش کارټر د دغه حملې دپاره صدر ته سفارش کړی او هغه يې منظوري ورکړې وه .

د نومبر په مياشت کې په ختيځه ليبيا کې يوه حمله کې د عراق سره تعلق لرونکی ابونبيل وژل شوی ؤ او امريکايي چارواکو وئيلي هغه په ليبيا کې د داعش مشر ؤ .

صدر اوباما روانه اونۍ وئيلي امريکايي ځواکونه به په ليبيا کې د داعش په ضد عمليات کوي د نوموړي په وينا چرته چې مونږ ته د عملياتو دپاره ښکاره اهداف زمونږ په ذهن کې دي .

صدر اوباما د نهې په ورځ وئيلي مونږ د خپلو اتحاديانو سره په ګډه کار کوؤ چې دا يقيني کړو او داسي موقعې ګورو چې په ليبيا کې د داعش مخه ونيسو .

داعش تېر کال شمالي افريقې پله خپل عمليات پراخه کړي، او په کال ۲۰۱۱م کې د آمر معمرقذافي د وژل کېدو نه پس يې په ليبيا د سياسي اړي ګړي نه فائده پورته کړې او پرمختګ يې کړی دی .

دغه ترهګره ډله په تيونس کې هم فعاله ده د چا لويديځه پوله چې د ليبيا سره لګېدلې ده .

د امريکا د دفاع چارواکو وئيلي بريد کې په خصوصي توګه د تيونس سره تعلق لرونکی چچنی هدف ؤ .

د نيويارک ټائمز په رپورټ کې وئيل شوي چې د څو اونو راهسې د ډرون او نورو سيټلائټ اسانتياؤ د لارې د صبراته د دغه ځاې څارنه کېدله کوم چې د جمعې په سحر په هدف شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG