لاس رسیدونکی لینک

وتلې امريکايي ناول نګاره هارپرلي مړه شوه


هارپرلي د تېرې پېړۍ په هغو ليکوالانو کې شمار وه د چا لوستونکو چې د هغې سره بې کچه مينه لرله .

وتلې امريکايي ناول نګاره او د جديد انګريزي ادب په غوره ناولونو کې شمار د "ټو کِل ای موکنګ برډ" ليکواله هارپرلي د ۸۹ کالو په عمر کې مړه شوې ده .

د امريکې مطبوعاتو وئيلي هارپرلي د جمعې په ورځ جنوب ختيز رياست ايلاباما په منروولی علاقه کې په خپل کور کې ساه ورکړې ده .

د هارپرلي وراره او د کورنۍ وياند هېنک کارنر د جمعې په سحر يو بيان کې د هارپرلي د مړينې پخلی کړی او دا يې غټ غم بللی دی .

بيان کې زياته کړی شوې چې هارپرلي اوده وه او په خوب کې يې ساه ورکړې ده ، بيان کې وئيل شوي چې د هغې غم د کورنۍ دپاره غېرمتوقع دی ځکه چې د هغې صحت ښه ؤ .

په کال ۱۹۲۶م کې د اپرېل په ۲۸م زېږېدلي هارپرلي د تېرې پېړۍ په هغو ليکوالانو کې شمار وه د چا لوستونکو چې د هغې سره بې کچه مينه لرله .

​ په کال ۱۹۶۰م کې د هارپرلي ليکلي ناول "ټو کِل ای ای موکنګ برډ" شمار د جديد انګريزي ادب په غوره ناولونو کې کيږي، د کوم موضوع چې نسل پرستي او ناانصافي وه ، او په دغه موده کې د امريکې په جنوبي رياستونو کې تور پوستکي د دې حالاتو سره مخ ؤ .

هارپرلي ته په دغه ناول په کال۱۹۶۱م کې د فکشن پلټزر جائزه مېلاؤ شوې وه ، او په راتلونکي بل کال کې په دغه ناول جوړ شوی فلم د غوره فلم اسکر جائزې دپاره حقدار ګرځول شوی ؤ .

په ګرده نړۍ کې د دغه کتاب ۴۰ ملينه کاپيانې خرڅې شوې وې، او د هارپرلي پبلشر هارپرکولنز په وينا د دغه کتاب د چاپ کېدو نه پس دا تر ټولو زيات لوستونکی کتاب دی .

د امريکې صدر باراک اوباما او خاتون اول ميشل اوباما د جمعې په ورځ وئيلي، لي په امريکا کې غوره بدلون راوستی او د هغې کتاب د امريکايانو لار بدله کړې ده .

هارپرلي د يوې مودې پورې په نيويارک کې پاتې شوې ولې په کال ۲۰۰۷م کې د فالج د حملې نه پس هغه خپلې علاقې منروولی ته منتقل شوې وه ، او د دغه ځاې اوسېدونکو به د بهر نه راتلونکي خلکو ته د هغې په ژوند کې د مداخلت اجازه نه ورکوله .

د خبريالانو د ګڼې او شور نه په ډډه لرې پاتې کېدونکې هارپرلي دويم ناول "ګو سيټ ای واچ مېن" تېر کال مخې ته راغلی ؤ او مارکيټ ته د رارسېدو نه پس په لمړۍ اونۍ کې د دغه کتاب ۱۱ لاکه کاپيانې په امريکا او کېنېډا کې خرڅې شوې وې .

د دغه ناول مخې ته راتلل هم د هارپرلي د مينه والو او انګريزي ادب لوستونکو دپاره غېرمتوقع وه ځکه چې هغې په خپله د "ټو کِل ای موکنګ برډ" د بې کچه مشهورتيا نه پس د خپل کوم بل ناول نه شائع کولو اعلان کړی ؤ .

د هارپرلي د اخري رسوماتو په اړه د هغې د کورنۍ لخوا کوم اعلان نه دی شوی او کورنۍ يې وئيلي د هغې د وصيت ترمخه د هغې وورستي رسومات به په شخصي توګه ترسره کولی شي .

XS
SM
MD
LG