لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وائي پاکستان دې فضل الله واحدي ولټوي


 ”واحدي يو قومي مشر ، دمدنې ټولنې غړى اؤ يو حکومتي چارواکى ؤ اؤ مونږ به دهغه دپيدا کولو اؤ دخپلې کورنۍ سره ديوځايې کولو لپاره دخپله اړخه پوره کوشش کوؤ“
”واحدي يو قومي مشر ، دمدنې ټولنې غړى اؤ يو حکومتي چارواکى ؤ اؤ مونږ به دهغه دپيدا کولو اؤ دخپلې کورنۍ سره ديوځايې کولو لپاره دخپله اړخه پوره کوشش کوؤ“

يوه اوونۍ وروستو له هغې چې افغان سياستدان سيد فضل الله واحدي دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې تښتول شوى ؤ دافغانستان صدر اشرف غنى پاکستان کې په چارواکو غږ کړى چې هغه دې ولټوي.

کابل کې دواحدي دکورنۍ غړو سره دليدنې څخه وروستو اشرف غني يو بيان کې وئيلي دي چې واحدي يو قومي مشر ، دمدنې ټولنې غړى اؤ يو حکومتي چارواکى ؤ اؤ مونږ به دهغه دپيدا کولو اؤ دخپلې کورنۍ سره ديوځايې کولو لپاره دخپله اړخه پوره کوشش کوؤ

دپخواني تښتول شوي افغان ګورنر يا والي ورور اؤ ځوې اشرف غني سره دکابل په صدارتي محل کې ليدنه کړې اؤ هغه څخه يې دمرستې غوښتنه کړې ده، اشرف غني هغوي ته باور ورکړى چې دهغه حکومت دواحدي دپيدا کولو لپاره پاکستان کې دخپلو سيالانو سره رابطه کې دى.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون سره خبرو کې دفضل الله واحدي ځوې نعمت واحدي دهغه په رازدارانه تښتونه انديښنه څرګنده کړې اؤ په چارواکو يې زور راوړى چې دهغه دپلار دراخوشې کولو لپاره دې کار تُند کړي.

سيمه ييزو پوليسو وئيلي وؤ داسلام اباد درانا مارکيټ سره نزدې ديو تورډبل کيبن اؤ دوهم سپين رنګ ټويوټا کرولا ګاډو څخه ځينې کسان راوتلي وؤ اؤ فضل الله واحدي په زوره ګاډي کې کښينوؤ اؤ تښتولى ؤ.

دفضل الله واحدي شمير دافغانستان په بااثره سياست دانانو کې کيږي اؤ دهغه دکورنۍ وينا ده چې فضل الله واحدي دچا سره څه رقم ذاتي دښمني نۀ لرله

٦٦ کلن فضل الله واحدي نومبر کال ٢٠٠٧م کې دکونړ ولايت دوالي په توګه فرائض ترسره کړي وؤ اؤ هغه په کال ٢٠١٣م کې دپخواني افغان صدر حامد کرزي په دور کې دهرات ولايت والي هم مقررکړل شوى ؤ، خو وروستو هغه ددغه عهدې څخه لرې کړل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG