لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کېمپبل د پاکستان د پوځ سرلښکر سره ليدلي


د دواړو پوځي مشرانو په ليدنه کې د افغان سولې عمل او په دغه لړ کې شوي پرمختګ باندې خبرې اترې شوي دي .
د دواړو پوځي مشرانو په ليدنه کې د افغان سولې عمل او په دغه لړ کې شوي پرمختګ باندې خبرې اترې شوي دي .

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلونکي مشر امريکايي جنرال جان اېف کېمپبل د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره په راولپنډۍ کې د مخه ښه ملاقات کړی دی .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د دواړو پوځي مشرانو په ليدنه کې د افغان سولې عمل او په دغه لړ کې شوي پرمختګ باندې خبرې اترې شوي دي .

د بيان ترمخه جنرال کېمپبل د پاکستاني پوځ لخوا د ترهګرو په ضد روان ضرب عضب اپرېشن کې د پوځ د لاس ته راوړنو ستائينه کړې او په سيمه کې د امن دپاره يې د پاکستان د پوځ د هڅو اعتراف کړی دی .

جنرال راحيل تلونکي امريکايي جنرال ته په افغانستان کې د سولې او ثبات په لړ کې د نړيوال مشن
په هڅو د نوموړي د کردار ستائينه کړې ده .

جنرال کېمپبل د پوځ په مرکزي دفتر کې د شهيدانو په يادګارونو باندې د ګلونو ګېډي هم اېښودي دي .

د جنرال کېمپبل په ځاې افغانستان کې د هغه چوکۍ لفټننټ جنرال جان نکلسن سمبالوي ، د چوکۍ سمبالولو دستوره د مارچ د مياشتې په دويمه نېټه ټاکل شوې ده .

دغه خبره د جنرال کېمپبل وياند د زيارت په ورځ وايس اف امريکا ته کړې ده .

د کال ۲۰۱۴م په اخره کې چې افغانستان کې ټولو نړيوالو ځواکونو جنګي عمليات ختم کړي او د ۱۳ کلن مشن نه بيرته خپلو ملکونو ته ستانه شوي دي .

ولي په جنګ ځپلي دغه ملک کې ځايي امنيتي ځواکونو ته د تربيت او ترهګرۍ په ضد عملياتو کې د مرستو دپاره دغلته اوس هم خواؤشا ۱۲زره بهرملکي پوځيان تعنيات دي چې پکې د ۹۸۰۰ پورې د امريکې پوځيان شامل دي .

جنرال کېمپبل د روانې مياشت په لمړو کې امريکايي قانون سازو ته د احوال تېرولو په مهال وئيلي ؤ چې امريکې ته دتېر په پرتله دا وخت افغانستان پله د ډېر پام اړولو ضرورت دی .

نوموړي وئيلي ؤ چې په افغانستان کې په حالاتو کې د ښه والي راتلو باوجود افغان ځواکونو او نيشنل ارمي (ملي اردو) ته په ځينو معاملاتو لکه فضايي توان او پوځي مشرتابه کې مسلې رامخې ته دي .

په داسې مهال چې په افغانستان کې د سولې په لړ کې د پاکستان ، افغانستان، امريکا او چين ترمنځ خبرې هم رواني دي چې طالبان د سولې خبرو دپاره مېز ته راولي او افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي .

خو بل لور ته په دغه هېواد کې د تېرې يوې مودې نه د بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی هم مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG