لاس رسیدونکی لینک

امريکې په شمالي کوريا نوي بندېزونه لګولي


د دغه قانون لاندې د پيانګ يانګ د جوهري او ميزايل سائبرحملو  او بشري حقونو خلاف ورزي کوؤنکو باندې د لازمي بندېزونو لګولو وئيل شوي دي .

د امريکې صدر باراک اوباما د پيانګ يانګ د جوهري او ميزايل تجربو په غبرګون کې په شمالي کوريا باندې د نوؤ لګولو بندېزونو په قانون دستخط کړی دی .

د دغه قانون لاندې د پيانګ يانګ د جوهري او ميزايل سائبرحملو او بشري حقونو خلاف ورزي کوؤنکو باندې د لازمي بندېزونو لګولو وئيل شوي دي .

د بندېزونو غځولو مقصد د شمالي کوريا د وړو جوهري وسلو جوړولو او د هغوې هدف ته د رسولو دپاره د لرې ويشتونکو ميزايلو د تيارولو دپاره پکارو وسائلو باندې قدغن لګول دي .

د دې قانون لاندې به راتلونکو پينځه کالونو دپاره په شمالي کوريا کې د ريډيو خپرونو او انساني خواخوږۍ په اساس د مرستندويه پرواګرامونو دپاره د پينځه کروړه ډالره مرستې هم ورکولی شي .

بل لور ته د پيانګ يانګ سره د ممکنه لانجې يو بل ګام مخې ته راغلی دی چې پکې د جنوبي کوريا د دفاع وزير هان مينکو اعلان کړی چې راتلونکې مياشت کې په ګډو پوځي مشقونو (فول ايګل) کې ۱۵زره امريکاي پوځيان برخه اخلي .

دا شمېره تېر کال په دغه ډول مشقونو کې د برخې اخستونکو امريکايي پوځيانو د شمېرې په دوه هومره ده او دا به تر اوسه پورې ترسره شوؤ ګډو مشقونو کې د ټولو غټ وي .

شمالي کوريا پرله پسې دا ادعا کوي چې د مشقونو مقصد په دويې د حملې تياري ده ولې سېؤل او واشنګټن دا د دفاعي نوعيت معامله بلي .

بل لور ته د زيارت په ورځ جنوبي کوريا کې استخباراتي چارواکو قانون سازو ته خبرداری ورکړی چې د شمالي کوريا مشر کم جونګ په مبينه توګه جنوبي کوريا باندې د ترهګر حملې کولو د تياري امر کړی دی .

نيشنل انټيلي جنس سروسز خيال کوي چې دا حملې د شمالي کوريا مخالف هلوځلو، مخالفينو او د جنوبي کوريا په سرکاري چارواکو باندې کېدی شي، او په ځمکه کې دننه ريلوی، د سوداګرۍ مرکزونو او د بجلۍ تنصيبات هم په توګه ممکنه هدف کېدی شي .

XS
SM
MD
LG