لاس رسیدونکی لینک

صدراوباما راتلونکې مياشت کې د کيوبا سفر کوي، سپينه ماڼۍ


يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي وئيلي چې د اوباما انتظاميې لخوا په باقاعده توګه د زيارت په ورځ دغه اعلان شوی دی،

د سپينې ماڼۍ چارواکو وئيلي صدر باراک اوباما راتلونکې مياشت کې د کيوبا سفر کوي، کوم چې د سوړ جنګ نه پس د دواړو مخالفو ملکونو ترمنځ اړيکو ښه کېدو پله غټ ګام دی .

يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي وئيلي چې د اوباما انتظاميې لخوا په باقاعده توګه د زيارت په ورځ دغه اعلان شوی دی، کوم چې د صدر اوباما د لاطينې امريکې د سفر برخه ده .

امريکايي ټي وي چېنل سي اېن اېن وئيلي اوباما دغه سفر د ارجنټائن د دورې نه وړاندې په۲۱م او ۲۲م مارچ ټاکل شوی دی .

د صدر اوباما دغه سفر چې د ډېرې مودې راهسې يې طمع کېده، دا د نوموړي د کيوبا سره د اړيکو ښه کولو د هڅو برخه ده کومې چې نوموړی د جنورۍ ۲۰۱۷م نه د خپل دفتر پرېښودو نه وړاندې کول غواړي .

تېر کال صدر اوباما وئيلي ؤ غواړي چې د کال ۲۰۱۶م د اخرې پورې د کيوبا سفر کولی شي، ولې نوموړي وئيلي ؤ د دې دپاره ضروري ده چې کميونسټ ملک د بشري حقونو په اړه مناسب اصلاحات وکړي ، او هغه د سياسي مخالفينو سره ليدی شي .

د کيوبا د مشرانو لخوا د صدراوباما د دغه دورې په اړه کومه تبصره مخې ته نه ده راغلې او په دسمبر کې د صدر اوباما د بيان نه پس هوانا وئيلي ؤ د صدر اوباما هرکلی کوي ولې خبرداری يې هم ورکړی ؤ چې هغه دې د دغه ملک په داخلي معاملاتو کې لاس وهنه نه کوي .

ولې نه خو د کيوبا او نه بيا امريکايي چارواکو دا وئيلي دي چې په دغه لړ کې ښکاره اختلافات ختم شوي که نا .

صدراوباما او د کيوبا صدر راؤل کاسترو په دسمبر ۲۰۱۴م کې د دواړو ملکونو د باضابطه سفارتي اړيکو بحال کولو اعلان کړی ؤ ، کومې اړيکې چې د ۱۹۵۹ نه لږه موده وروستو ختم کړی شوې وې،او کميونسټ مشر فېدل کاسترو د کيوبا د اوږدې مودې راهسې حکومت کوؤنکي آمر تخته نسکوره کړې وه.

صدراوباما به لمړی امريکايي صدر وي چې په کال ۱۹۲۸م کې د امريکې د هغه وخت صدر کېلون کولج د هوانا د سفر نه پس کيوبا ته لاړ شي .

XS
SM
MD
LG