لاس رسیدونکی لینک

افغان طالبانو په جګړه کې دماشومانو بهرتي کول سېوا کړي، راپور


طالبانو د افغان حکومت په ضد د عملياتو غزولو په موخه د کال ۲۰۱۵م د نيميايۍ نه پس ماشومانو ته تربيت ورکول او د جنګ مېدان ته لېږل زيات کړي دي .

د بشري حقونو يو نړيوال تنظيم وئيلي افغان طالبانو د وسله والو عملياتو او بارودي موادو کارولو د تربيت دپاره په خپله ډله کې د ماشومانو بهرتي کول سېوا کړي دي، ولې وسله واله ډلې دغه خبره رد کړې ده .

د امريکې په نيويارک ښار کې موقعيت لرونکې هيومن رائټس واچ (اېچ ار ډبليو) تنظيم په خپل تفصيلي راپور کې د طالبانو نه غوښتنه کړې چې په فوري توګه د ماشومانو په جګړه کې کارول پرېږدي .

تنظيم وئيلي د بشري حقونو نړيوال قانون يا جنګي قانون کې د ۱۵ کالو نه په کم عُمر کې ماشومان په جنګ کې کارېدل منع دي .

په افغانستان کې د اېچ ار ډبليو يو سينئير څيړنکاره پيټريشيا ګوزمېن وايي د طالبانو لخوا په لويه شمېره کې ماشومان جنګ ته راکش کول څومره چې غېرقانوني دي دا د دې نه زيات ظالمانه عمل دی .

هغې وئيلي افغان ماشومان په سکولونو کې او خپل مور وپلار سره په کورونو کې پکار دي، نه چې د طالب وسله والو په عملياتو کې د خشاک په توګه استعمال شي .

راپور کې وئيل شوي چې طالبانو د افغان حکومت په ضد د عملياتو غزولو په موخه د کال ۲۰۱۵م د نيميايۍ نه پس ماشومانو ته تربيت ورکول او د جنګ مېدان ته لېږل زيات کړي دي .

او اسلامي تُندلارو په شمالي کندوز صوبه کې د۱۳ نه تر ۱۷ کالو عمر پورې ماشومانو ته پوځي يا جنګي تربيت ورکوي په کومو کې چې زيات د جنګ مېدان ته لېږل شوي هم دي ، او د دغه کار دپاره د مدرسو او اسلامي مذهبي سکولونو استعمال کيږي .

ګوزمېن وئيلي د طالبانو د ماشومانو په جنګ کې کارول د ماشومانو او د دويې په کورنو کې ويره خوروي، هغې په طالبانو غږ کړی چې په فوري هغه ماشومان خوشي کړي کوم چې دوې تربيه کوي که څه هم دوې ادعا کوي چې په خپله خوښه راغلي دي .

اېچ ار ډبيلو وئيلي دغه راپور يې د ۱۳ ماشومانو چې طالبانو تېر کال تربيه کړي د هغوي د کورنو سره د خبرو او مرکو په اساس جوړ کړی دی، او د دې دپخلي دپاره د مدني ټولنې غړو، سياسي څيړونکو او ملګرو ملتونو سره مرکې شوي دي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته په لېږلي يو بيان کې دغه خبره رد کړې ده چې په ډله کې يې ماشومان شامل دي .

په بيان کې وئيل شوي چې طالبان په جهادي هلوځلو، جنګي عملياتو او انتظامي امورو کې ماشومانو ته د برخې اخستو او دوې ته د تربيت اجازت نه ورکوي .

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې روانه شخړه په ماشومانو بدې اغېزې کوي او د ملکي عامو ماشومانو وژنې پکې هم تر ټولو زياتې رواني دي .

د ملګرو ملتونو لخوا په وسله والو ليکو کې د ماشومانو دپاره ځانګړې استازې ليلا زيروګي روانه اوونۍ د افغانستان په سفر ورغلې د دې دپاره چې د افغانستان سره په کال ۲۰۱۱م کې د ملګرو ملتونو لخوا د جوړې شوې تګ لارې د عملي کېدو جاج واخلي چې په ملي امنيتي ځواکونو کې به ماشومان نه بهرتي کوي .

د نهې په ورځ د خپلې پينځه ورځنۍ دورې په ختمېدو کابل کې خبريالانو سره خبرو کې زيروګي وويل افغان چارواکي دا خبره مني چې په دغه برخه کې ورته مسلې شته او دويې يې د مخنيوي هڅه کوي .

XS
SM
MD
LG