لاس رسیدونکی لینک

د اسلامي ملکونوپوځي اتحاد کې دپاکستان کردار لا نه دی معلوم:سرتاج عزيز


د سرتاج عزيز په وينا هر ملک به په خپله پرېکړه کوي چې پوځي اتحاد کې کوم ډول کردار ادا کولی شي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د باندنيو امورو دپاره صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي د سعودي عرب په مشرۍ د جوړيدونکي۳۴ اسلامي ملکونو پوځي اتحاد په اړه پاکستان تراوسه د تفصيلاتو په طمع دی .

او د تفصيلاتو مخې ته راتلو نه پس به په دغه پوځې اتحاد کې د پاکستان د کردار په اړه پرېکړه کولی شي .

نن د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وينا کې سرتاج عزيز وويل چې د پاکستان او سعودي عرب د دفاع يا خارجه وزيرانو په کچه ملاقات زر کېدونکی دی او د هغې نه پس به په دغې اړه تفصلات په ډاګه شي .

سرتاج عزيز اېوان ته وويل تراوسه پورې هم دا وئيل شوي دي چې په اتحاد کې شامل ملکونه به د ترهګرو په ضد د پوځي عملياتو نه علاوه د رسنيو د لارې د دغ مسلې د مخنيوي دپاره کېدونکو هڅو کې کردار ادا کوي .

د دې نه علاوه د ترهګرو د مالي مرستو کوؤنکو او ملاتړ کوؤنکو په ضد جګړه، د ترهګرو ډلو په اړه د معلوماتو رايوځاې کولو د تياري ترڅنګ به د سيمينارونو او غونډو د لارې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره تجويزونه ورکول به هم د اتحاد دلارې کولی شي .

د سرتاج عزيز په وينا هر ملک به په خپله پرېکړه کوي چې پوځي اتحاد کې کوم ډول کردار ادا کولی شي .

سعودي عرب تېر کال د دسمبر په مياشت کې د ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ، په کوم کې چې شام، ايران او عراق شامل نه دي .

د دغه اعلان نه پس د جنورۍ په مياشت کې د سعودي عرب د دفاع او خارجه وزيرانو د پاکستان بيلې بيلې دورې هم کړي دي .

ولې په پوځي اتحاد کې د پاکستان د کردار په اړه ډاګيزه خبره مخې ته نه ده راغلې او په دغې اړه سوالونه راپورته کيږي .

څو ورځې وړاندې د سعودي عرب د سرکاري خبري ادارې لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ؤ چې په سعودي عرب د خپل نوعيت په غټه کچه پوځي مشقونه کيږي .

په دغو مشقونو کې ۲۰ شامل ملکونو کې پاکستان هم د برخې اخستو پخلی کړی دی .

XS
SM
MD
LG