لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې دملګرو ملتونو داستازي دوژل کيدو پخلى


 دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دملګرو ملتونو دغه استازى يوه مياشت دمخه ښخ کړل شوى ؤ خو دهغه پيژندګلو دګل په ورځ وروستو له هغې شوې چې ملګرو يې دهغه عکس وکتلو.
دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دملګرو ملتونو دغه استازى يوه مياشت دمخه ښخ کړل شوى ؤ خو دهغه پيژندګلو دګل په ورځ وروستو له هغې شوې چې ملګرو يې دهغه عکس وکتلو.

ملګرو ملتونو پخلى کړى چې دتيرکال داپريل دمياشتې راهسې دعراق ديالا صوبې لپاره دهغوي استازى وژل شوى دى.

دعامرالقيسي مړى نومبر کې ترلاسه شوى ؤ خو ددې خبرې باقاعده پخلى روانه اوونۍ کې شوى دى.

دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دملګرو ملتونو دغه استازى يوه مياشت دمخه ښخ کړل شوى ؤ خو دهغه پيژندګلو دګل په ورځ وروستو له هغې شوې چې ملګرو يې دهغه عکس وکتلو.

سيکرټري جنرل بانکي مون دا يوه حيرانونکې وژنه ګرځولې ، ددې غندنه يې کړې اؤ عراقي چارواکو څخه يې غوښتنه کړې چې قاتلان دې دقانون منګولو ته راکش کړي.

عراق لپاره دملګرو ملتونو استازي جان کوبيس وئيلي دي ترڅو مياشتو دالقيسي راخوشې کولو لپاره شوي ټول کوششونه بې ګټې ثابت شوي.

هغه وئيلي دي خواؤشا دنهو مياشتو راهسې يې دالقيسي دراخوشې کولو لپاره په سيمه ييزه اؤ بين المللي کچه کوششونه کول خوپه دې خبره مايوسه شوى چې دهغوي کوششونه اؤ خواستونه بې اثره پاتې شول.

دعراق اؤ شام په لويه برخه تندروه ډلې داعش دکال ٢٠١٤م راهسې قبضه کړې اؤ دغلته يې دخپله ځان دخلافت اعلان کړى اؤ دامنيت دخرابې وضعې له امله دغلته دتښتولو اؤ وژنو ترڅنګ نور جرمونه هم سيوا شوي دي.

دداعش ترڅنګ دغو هيوادونو کې نور جنګيالي هم غيرملکيانو اؤ بين المللي ادارو سره دتړلو کسانو لپاره خطره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG