لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دپوليسو لخوا داوؤ ترهه ګرو دوژلو دعوه


 پوليس دعوه کوي چې دوژل شوؤ ترهه ګرو څخه يې وسله هم لاسته راوړې.
پوليس دعوه کوي چې دوژل شوؤ ترهه ګرو څخه يې وسله هم لاسته راوړې.

دپاکستان دپنجاب صوبې په شرقپور سيمه کې پوليسو داوؤ ترهه ګرو دوژلو دعوه کړې ده.

دپنجاب دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې دوياند ترمخه دخفيه اطلاع په اساس اندرناله شرقپور سره نزدې چاپه وهل شوې اؤ دغلته په شپږو موټر سائيکلو سورو د١٠ؤ څخه ١٢ؤ پورې وسله والو، چې په قانون نافذونکو عسکرو يوې حملې لپاره روان وؤ، دپوليسو دليدلو سره سم ډزې پيل کړې.

په دې دترهه ګرۍ دمخنيوي عسکرو هم ځوابي کارروائي وکړه اؤ کالعدم تحريک طالبان اؤ لشکرجهنګوي سره تعلق لرونکي اووۀ ترهه ګر يې ووژل اؤ پينځوؤ نورو دتيارې څخه په ګټې اخستو تيښته وکړه.

پوليس دعوه کوي چې دوژل شوؤ ترهه ګرو څخه يې وسله هم لاسته راوړې.

دکال ٢٠١٤م ددسمبر په مياشت کې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دپاکستان سياسي اؤ عسکري مشرانو دپيښور دسانحې څخه وروستو ټول هيواد کې دترهه ګرۍ دخاتمې په غرض يوه تګلاره هم جوړه کړې وه خو ناقدين وائي حکومت مدرسو کې داصلاحاتو، دترهه ګرو دمالى مرستو مخنيوي اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې دتندروه تنظيمونو په ضد فيصله ييزو ګامونو اخستو کې بريالى شوى نۀ دى.

دحکومت لخوا دنيشنل ايکشن پلان لاندې دترهه ګرۍ په ضد دموثرو ګامونو اخستو ، دترهه ګرو دمنظمو حملو په توان دضرب لګولو، دهغوي دملا ماتولو اؤ ددې په نتيجه کې ټول هيواد کې دترهه ګرۍ پيښو کې دکمي ددعوؤ په اړه داپوزيشن ګوندونو لخوا تيره مياشت وروستو له هغې سختې نيوکې وشوې چې هم دخيبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ طالبانو يوځل بيا حمله وکړه اؤ خواؤشا ٢١ کسان يې ووژل چې پکې اکثريت دطالب علمانو ؤ.

تيره اوونۍ دپاکستان ديوې حساسې ادارې( انټلي جنس بيورو) مشر داعش دغه هيواد لپاره يوه نوې راپورته کيدونکې خطره ګرځولې اؤ وئيلي يې وؤ چې نور کالعدم تندروه تنظيمونه هم بيا دسره منظم کيږي.

دسينيټ دداخله چارو دقائمه کميټۍ په وړاندې دائي بي ډائريکټر جنرل افتاب سلطان وئيلي وؤ دلشکرجهنګوي اؤ سپاه صحابه پشان تندروه تنظيمونه داعش لپاره نرمه ګوشه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG