لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وائي ډونلډ ټرمپ دامريکا صدر نۀ شي جوړيدى


 صدر اوباما کيليفورنيا کې خبريالانو ته وويل” زۀ اوس هم دا باور لرم چې ښاغلى ټرمپ به دامريکا صدر نۀ وي او وجه يې دا ده چې زۀ په امريکائي اولس زيات باور لرم اؤ فکر کووم چې هغوي(امريکائي اولس) په دې خبره پوهيږي چې صدارت يو سنجيده کار دى. “
صدر اوباما کيليفورنيا کې خبريالانو ته وويل” زۀ اوس هم دا باور لرم چې ښاغلى ټرمپ به دامريکا صدر نۀ وي او وجه يې دا ده چې زۀ په امريکائي اولس زيات باور لرم اؤ فکر کووم چې هغوي(امريکائي اولس) په دې خبره پوهيږي چې صدارت يو سنجيده کار دى. “

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې ارب پتي کاروباري شخصيت ډونلډ ټرمپ دامريکا صدر نۀ شي جوړيدى ځکه چې دهغه په قول صدارت يو سنجيده کار دى.

صدر اوباما کيليفورنيا کې خبريالانو ته وويل زۀ اوس هم دا باور لرم چې ښاغلى ټرمپ به دامريکا صدر نۀ وي او وجه يې دا ده چې زۀ په امريکائي اولس زيات باور لرم اؤ فکر کووم چې هغوي(امريکائي اولس) په دې خبره پوهيږي چې صدارت يو سنجيده کار دى.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه صدر اوباما وويل دا دکومې ټاک شو يا رئيليټي شو کوربه توب کول اؤ يا مارکيټنک کول نۀ دي، دا ګران کار دى اؤ داسې کار نۀ دى چې په کومه ورځ خبرونو کې دپاتې کيدو لپاره دې وکړى شي، اؤ بعضې وخت دا دداسې فيصلو کولو تقاضا کوي چې خلک يې خوښوي هم نۀ

هغه دټولې نړۍ دمشرانو سره په داسې انداز کې دکارکولو دتوان لرلو ضرورت هم په ډاګه کړو چې ورڅخه ددغه عهدې داهميت عکاسي کيږي.

دصدر اوباما په دغه بيان خپل ردعمل کې صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ وئيلي دي هغه دا دداسې صدر له لوري ستائينه ګڼي چې هيواد ته يې زيان رسولى.

پخپله ډونلډ ټرمپ هم په تيرو وختونو کې دامريکائي صدر براک اوباما په ضد لانجمنې خبرې اؤ هغه څخه يې امريکا کې دزيږون په اړه ثبوت هم غوښتى ؤ.

ډونلډ ټرمپ انتخابي مهم کې دخپلو لانجمنو غوښتنو اؤبيانونو له امله پرله پسې خبرونو کې پاتې شوى چې پکې دټرمپ لخوا امريکا څخه ديو کروړ اؤ لسو لکو غيرقانوني مهاجرينو ويستل، دهيواد په جنوبي پوله دميکسيکو په خرڅ سره دديوال جوړول اؤ امريکا ته دمسلمانانو په ورتګ دبنديز پشان لانجمن بيانونه شامل دي.

ډونلډ ټرمپ يو ارب پتي کاروباري شخصيت دى اؤ هغه دريپبلکن ګوند دصدارتي کانديد جوړيدو زغل کې دا مهال ترټولو وړاندې دى، هغه اوس اوس د نيوهيمپشائر پرائمري انتخابات ګټلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG