لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : دوزيراعظم لخوا نيب ته په دړکې کولو دمخالفو ګوندونو ردعمل


دسندهـ اؤ خيبرپښتونخوا څخه وروستو دقومي احتساب بيورو( نيب) لخوا په ممکنه توګه دپنجاب دحکومت داحتساب عمل کې په راوستو وزيراعظم نوازشريف دغه ادارې ته خبردارى ورکړى چې په محتاط انداز کې دې کار وکړي ګنې په ضد يې کارروائي کيدى شي.

پاکستان کې مخالفو ګوندوندونو ددغه هيواد دوزيراعظم نوازشريف لخوا په قومي احتساب بيورو( نيب) دتورونو لګولو اؤ دغه ادارې ته په دړکه کولو دسخت ردعمل څرګندونه کړې ده.

دسندهـ اؤ خيبرپښتونخوا څخه وروستو دقومي احتساب بيورو( نيب) لخوا په ممکنه توګه دپنجاب دحکومت داحتساب عمل کې په راوستو وزيراعظم نوازشريف دغه ادارې ته خبردارى ورکړى چې په محتاط انداز کې دې کار وکړي ګنې په ضد يې کارروائي کيدى شي.

وزيراعظم نوازشريف په نيب تور لګولى چې دغه اداره دبدعنوانۍ په ضد دجګړې په نوم سياست دانان ويروي اؤ که چرې دغه لړۍ دوامداره پاتې شوه نو حکومت به دنيب په ضد کارروائي کوي.

دميډيا راپورونه وائي چې دنيب لخوا دمختلفو منصوبو ايل اين جي، ميټروبس، اورنج ټرين اؤ ايل ډي اى سټي دبشپړه پلټنو څخه وروستو وزيراعظم په دې دمايوسۍ څرګندونه کړې ده اؤ ددې ترڅنګ نيب درائيونډ روډ دجوړولو اؤ وفاقي تحقيقاتي ادارې( ايف ائي اى) کې دبهرتيانو په اړه هم پلټنې شروع کوونکې ده.

دميډيا راپورونه وائي چې ډسکه او اوکاړه سره تعلق لرونکي دواکمن ګوند قانون سازان، پنجاب کې دتعليم اؤ لوبو وزير رانا مشهود اؤ دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف ځينې نور نزدې ملګري پلټنو سره مخ دي.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان دنيب د سرچينو په اړه وئيلي دي مهم څيز کوم چې موجوده وخت کې وزيراعظم نوازشريف لپاره دپريشانۍ سبب دى هغه دا دى چې دنيب چئيرمين خپله اداره کې واکمن ګوند(ن) ليګ ته معاملو کې دمداخلت اجازه نۀ ورکوي اؤ هم دا دنيب اؤ اسټيبلشمنت ترمنيځ دموجودې رابطې په اړه دوزيراعظم شکونه سيوا کوي.

په ډاګه دې وي چې دخيبرپښتونخوا صوبې داحتساب کميشن ډائريکټر جنرل(ر) ليفټننټ جنرل محمد حامد خان هم تيره اوونۍ دصوبائي حکومت لخوا احتساب ايکټ ٢٠١٥م کې دبدلون په ضد احتجاجاً مستعفي شوى ؤ.

دنهې په ورځ بهاؤلپور کې بلدياتي انتخاباتو کې نوؤ منتخب شوؤ اميدوارانو ته دوينا په مهال وزيراعظم نوازشريف وئيلي وؤ چې دنيب لخوا دسرکاري چارواکو اؤ سرکاري افسرانو ويرول اؤ هغوي بې وجې تنګول هغه ته په يو شان هم دمنلو جوګه نۀ دي، نوازشريف په نيب غږ کړى ؤ چې خپل کار دې په ذمه وارۍ سره وکړي اؤ دنيب چئيرمين دې ددغسې شکايتونو سخت نوټس واخلي.

دوزيراعظم نوازشريف لخوا نيب ته ددغه دړکې څخه وروستو دسياسي ګوند پاکستان تحريک انصاف( پي ټي ائي) مشر نعيم الحق له لوري يو بيان کې وئيل شوي چې دنيب مشر ته سختونتيجو سره دمخ کيدو ددړکې په ورکولو سره وزيراعظم دهاغو ټولو اخلاقي حدونوڅخه وراوښتى دکوم چې هغه ته دهيواد دوزيراعظم په توګه خيال ساتل پکار وؤ.

دوزيراعظم ددغه بيان څخه څو ګينټې وروستو مقامي ميډيا کې دپخواني صدر اؤ پاکستان پيپلز پارټۍ دمشر اصف علي زرداري ځواب مخې ته راغلى چې پکې هغه نيغ په نيغه وزيراعظم مخاطب کړى اؤ وئيلي يې دي چې ” ميا صيب دنيب ترڅنګ ستاسو ايف ائي اى هم دغه کار کوي، ستاسو وزير وئيلي چې ډاکټر عاصم حسين کومه غلا يا بدعنواني نۀ ده کړې بيا هم هغه دمياشتو راهسې تنګولى شي“

همدغه شان دپاکستان پيپلز پارټۍ شازيه مري وئيلي دي چې دموجوده حکومت فشار کې دراتللو څخه پرته نيب ته دبدعنوانۍ اؤ کرپټ عناصرو په ضد ګامونه اخستل پکار دي اؤ هم له دې امله د١٨م بدلون لاندې نيب ته په بشپړه توګه ازادي ورکړل شوې ده.

دعوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد خپل ردعمل کې وئيلي دي چې په نيب دوزيراعظم نيوکه ددغه ادارې لخوا دخپلو ١٥ؤ مشرانو ګرفتارۍ څخه منعې کولو لپاره دحکومت دوړاندې څخه دخپلې کړل شوې تګلارې برخه ده.

يو شخصي ټي وي سره خبرو کې هغه دهاغو کسانو نومونه څرګند نۀ کړل کوم چې په ممکنه توګه دنيب لخوا نيول کيدونکي دي خو دا يې وويل چې دهغوي تعلق دواکممن ګوند مسلم ليګ(ن) سره دى.

XS
SM
MD
LG