لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : فضائي عملياتو کې ٩ جنګيالي وژل شوي


 دامنيتي سرچينو وينا ده دپاکستاني فضائيې الوتکو دتيراه په راجګال اؤ کاکاخيل سيمو کې دکالعدم تحريک طالبان اؤ تندروه ډلې لشکراسلام په ځالو فضائي حملې کړي دي.
دامنيتي سرچينو وينا ده دپاکستاني فضائيې الوتکو دتيراه په راجګال اؤ کاکاخيل سيمو کې دکالعدم تحريک طالبان اؤ تندروه ډلې لشکراسلام په ځالو فضائي حملې کړي دي.

امنيتي سرچينو وئيلي دي چې دپاکستان جنګي الوتکو دافغانستان دپولې ترڅنګ دخپلې قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه ګرو په شکمنو ځالو ګوله باري کړې چې پکې لږ ترلږه ٩ جنګيالي وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده دپاکستاني فضائيې الوتکو دتيراه په راجګال اؤ کاکاخيل سيمو کې دکالعدم تحريک طالبان اؤ تندروه ډلې لشکراسلام په ځالو فضائي حملې کړي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجنګي الوتکو څخه دترهه ګرو ځالې دټي ټي پي اؤ لشکراسلام دجنګيالو دموجودګۍ داطلاع په اساس په نخښه کړل شوي دي.

بل لوري ته جنوبي وزيرستان کې وانا څخه ټانک ته په غزيدلې لويه لاره دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دميډيا راپورونو کې دچارواکو له خُلې وئيل شوي دي چې يو پوځي ګاډى دجنوبي وزيرستان څخه ټانک ته روان وؤ چې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري اؤ له دې امله دغلته روانو عملياتو اؤ پکې دواړو اړخو ته داوښتونکې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG