لاس رسیدونکی لینک

شام کې د اوربنددپاره د ملګرو ملتونو استازی دمشق ته رسېدلی


د اوربند مقصد دا دی چې په دغه لړ کې نړيوال امن مذاکرات وشي کوم چې تېره مياشت په جنېوا کې د درې ورځنو خبرو وروستو ودرېدلي وو .

د ملګرو ملتونو د شام دپاره استازی سټېفن ډي ميستورا به د زيارت په ورځ روانه اونۍ د اوربند عملي کولو په لړکې د شام چارواکو سره خبرې کوي .

نوموړی د ګل په ماښام د شام پلازمينې دمشق ته په غېراعلاني سفر رسېدلی دی .

تېره اونۍ نړيوال قوتونه په اوربند کولو صلاح شوي وو، د کوم پېل چې د جمعې د ورځې نه کيږي د دې دپاره چې د انساني همدردۍ په اساس ضروري څيزونه سيمې ته ورسؤل دي .

د اوربند مقصد دا دی چې په دغه لړ کې نړيوال امن مذاکرات وشي کوم چې تېره مياشت په جنېوا کې د درې ورځنو خبرو وروستو ودرېدلي وو .

د هغې نه پس د تشدد پېښې ودرېدلي نه دي ، د شام حکومت چې د روس فضايي حملو مرستې ورته حاصلي دي پرمختګ کوي .

د ياغيانو څو ډلې په ملک کې په جنګ بوخت دي د کومو چې مقصدونه بيل بيل او ځان ځانله نړيواله ملاتړکوؤنکي لري .

نړيوال قوتونه په دې هيله دي چې د روانې مياشت په اخره کې امن خبرې روانې شي .

XS
SM
MD
LG