لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې په هسپتالونو اؤ سکولونو بمباري،٥٠ مړۀ


دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دګل په ماښام په بيلا بيلو مقاماتو په شوؤ فضائي حملو اؤ پکې داولسي وګړو په وژنه سخته انديښنه څرګنده کړې ده.
دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دګل په ماښام په بيلا بيلو مقاماتو په شوؤ فضائي حملو اؤ پکې داولسي وګړو په وژنه سخته انديښنه څرګنده کړې ده.

ملګرو ملتونو، اروپائي اتحاديې اؤ امريکا شام کې دهسپتالونو په ګډون په مختلفو اولسي هدفونو دشامي حکومت اؤ ائتلافيانو لخوا يې دترسره شوؤ هاغو نوؤ فضائي حملو سخته غندنه کړې چې پکې د٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دګل په ماښام په بيلا بيلو مقاماتو په شوؤ فضائي حملو اؤ پکې داولسي وګړو په وژنه سخته انديښنه څرګنده کړې ده.

دنړيوالې ادارې يو وياند فرحان حق نيويارک کې صحافيانو ته وويل حلب اؤ ادلب کې په دريوؤ هسپتالونو اؤ دوؤ سکولونو فضائي حملو اؤ پکې دماشومانو په ګډون د٥٠ؤ څخه دزياتو اولسي وګړو دوژل کيدو اطلاعاتو سيکرټري جنرل انديښمن کړى دى.

دوياند ترمخه دغسې حملې دنړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.

دامريکا دخارجه محکمې هم دګل په ورځ دشوؤ دغو حملو سخته غندنه کړې اؤ ددې مسؤل يې شامي حکومت اؤ دهغوي ائتلافيان ګرځولي دي.

دخارجه محکمې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دغو حملو دصدربشارالاسد دخپلو وګړو په ضد دجاري ظلمونو داودرولو په اړه دروس په توان اؤ نيت پوښتنې راولاړې کړي دي.

داروپائي اتحاديې دخارجه چاروڅارونکي فيډريکا موغيريني هم شام کې دبين المللي امدادي بې پولې ډاکترانو په انتظام په چليدونکي هسپتال دبمبارۍ غندنه کړې.

دامدادي کارکوونکو ترمخه دګل په ماښام په دريوؤ بيلا بيلو سيمو کې لږ ترلږه په دريوؤ هسپتالونو اؤ دوؤ سکولونو شامي حکومت اؤ ائتلافيانو يې بمباري کړې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG