لاس رسیدونکی لینک

سندهـ اسمبلۍ کې "هندومېرج" بِل پاس شوی


د بِل ترمخه د وړاندې نه واده شوې جوړې هم واده رجسټرډ کولی شي .

د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل د هندوانو د واده په اړه سندهـ اسمبلۍ کې يو بِل پاس شوی چې پکې د هندوانو د واده د رجسټرډ کولو ترڅنګ د هلک او جينۍ دپاره د واده عمر هم ټاکل شوی دی .

د پاکستان پيپلزپارټۍ سره تعلق لرونکي د قانون او پارليماني امورو د صوبې وزير نثارکهوړو د هندوانو د واده په اړه بِل اسمبلۍ ته وړاندې کړو او بِل باندې د حکومتي او اپوزيشن غړو لخوا لږ بحث وشو او بيا پاس کړی شو .

په بِل کې د واده د هلک او جينۍ دپاره کم عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی، دويم دا چې په ۴۵ ورځو کې به د يونين کونسل په دفتر کې د واده رجسټرېشن کولی شي او د رجسټرېشن نه کولو په صورت کې به واده شوې جوړه باندې جرمانه لګولی شي .

د بِل ترمخه د وړاندې نه واده شوې جوړې هم واده رجسټرډ کولی شي .

په بِل کې د واده دوه ګواهان او د هلک او جينۍ د مور او پلار اجازت هم لازمي ګرځول شوی دی ، د دې ترڅنګ د سِکهـ، پارسي او نورو لږکيو سره تعلق لرونکي به هم د دغه بِل لاندې ودونه رجسټرډ کوي .

د بِل د منظورېدو نه درې مياشتې پس به د دې قانون جاري کيږي .

په اسمبلۍ کې د هندوانو د واده په اړه بِل باندې د بحث په مهال د مسلم ليګ فنګشنل ډلې پارليماني ليډر نندکمار وئيلي چې د پاکستان جوړېدو نه پس تراوسه پورې د هندوانو د ودونو رجسټرېشن نه کېدو او زياته کړې يې ده چې په دغه کار ډېر ناوخته شوی او نور دې اوږد نه کړی شي .

خو د پاکستان هندو کونسل مشر رمېش کمار ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل په پاس شوي بِل باندې تادي شوې او ډېرې خبرې پکې نه دي شامل کړی شوي .

" دا ښه ګام دی او پکار دی خو په داسې تادۍ شوی چې د واده د ماتېدو يا جدائۍ شق پکې نه دی اچول شوی او حکومت ته پکې واک ورکړی شوی دی که په بِل کې کومې کمۍ بېشۍ وي نو حکومت پکې بيا بدلون کولی شي " .

نوموړي وويل پکار ده چې په دې پوره بحث شوی وی ټولې خبرې پکې شامل شوی او بيا د اسمبلۍ نه پاس کړی شوی وی .

رمېش کمار دا هم وويل په سندهـ صوبه کې چې د هندوانو جينکۍ په زور مسلمانول او بيا واده کيږي د دې بِل سره نوموړی وايي زه نه ګڼم چې په دغه کار کې به څه کمی راشي .

راپورونه وايي په پاکستان کې چې هندوان په دويم نمبر غټه اقليت دی او ابادي يې ۳.۳ ملينه ده له دې وړاندې په ملک کې د مسلمانانو او عيسايانو نه علاوه د هندوانو د ودونو دپاره هيڅ قانون موجود نه ؤ او له دې وجې دويې د يو شمېر قانوني ستونزو سره مخ ؤ .

په ملک کې د ۱۸م ائيني بدلون وروستو د لږکيو په اړه د کومې پرېکړې حق صوبو ته حاصل شوی دی .

سندهـ اسمبلۍ کې د هندوانو د واده په اړه بِل پاس شو او د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبايي حکومتونو په دې لړ کې د قانون جوړولو دپاره مرکز ته د اجازت ورکولو قراردادونه پاس کړي دي او پنجاب صوبه کې چې دغه بِل وړاندې شوی لا هغه شان پروت دی .

د هندوانو د واده د بِل دغه مسوده نزدې يوه اونۍ وړاندې د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف کمېټۍ منظور کړې ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG