لاس رسیدونکی لینک

ترکي وئيلي شام ته پوځ نه ليږي


ترکي په شام کې د امريکا په مشرۍ د داعش په ضد فضايي عملياتو کې برخه اخلي، خو د ځمکني پوځ لېږلو ژمنه يې نه ده کړې .

د ترکي د دفاع وزير د شام لخوا لګول شوي هغه تورونه رد کړي چې پکې وئيل شوي ترکي خپل پوځ شام ته لېږلی او زياته کړې يې ده ترکي کومه اراده نه لري چې د پولې نه بلې غاړې ته پوځ وليږي .

ترکي په شام کې د امريکا په مشرۍ د داعش په ضد فضايي عملياتو کې برخه اخلي، خو د ځمکني پوځ لېږلو ژمنه يې نه ده کړې .

شام د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته په لېږلي يو خط کې وئيلي چې د ترکي عسکر د ۱۰۰ وسله والو په هغه ډله کې شامل دي کومه ډله چې د خالي په ورځ د شام شمالي برخه کې داخله شوې ده .

حلب صوبه د شام د شخړې مرکز جوړ دی چرته چې کرد جنګيالو سره د امريکا په مشرۍ د فضايي حملو ترڅنګ ترکي هم دی، او د روس په ملاتړ د شام د پوځ سره د کردانو جګړه روانه ده چې دغه سيمه بيرته ونيسي .

د يورپي يونين د خارجه پاليسۍ مشر فېډريکا مغيريني نن د ګل په ورځ وئيلي چې په شام کې موجوه حالات د هغه تړون سره نه برابريږي چې تشدد راواپس شي .

هغې وئيلي څو ورځې وړاندې مونږ ټول په يو مېز رايوځاې شوي وو چې دغه پرېکړو وکړو چې د تشدد لړۍ کمه او اوربند وشي او په دغه اړه ګټور بحث شوی ؤ.

د ترکي وزيراعظم احمدداؤداوغلو د اتوار په ورځ د جرمني چانسلرې انګېلا مرخېل سره په ټيليفوني خبرو کې وئيلي چې د ترکي ځواکونه به د ډيموکريټک يونين پارټۍ (پي وايي ډي) جنګيالۍ ډلې ( وايي پي جي) ته د کومو جارحانه ګامونو اجازه ورنه کړي .

ترکي ګڼي چې وايي پي ډي د کالعدم کردستان ورکرزپارټۍ ( پي کی کی) سره اړونده ده او ترکي دواړه ډلې ترهګرتنظيمونه بلي .

XS
SM
MD
LG