لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائيل وئيلي پينځه حمله کوؤنکي فلسطينيان يې وژلي


دوه فلسطينيان په يروشلم کې، دوه په جنېن ښار کې او يو د يروشلم په لرې پرته علاقه کې وژل شوی دی .
دوه فلسطينيان په يروشلم کې، دوه په جنېن ښار کې او يو د يروشلم په لرې پرته علاقه کې وژل شوی دی .

اسرائيلي پوځ وئيلي چې د اسرائيل ځواکونو په لويديځه کناره کې په بېلابيلو پېښو کې پينځه حمله کوؤنکي فلسطينيان وژلي او يو بل سخت ژوبل کړی دی .

د چارواکو په وينا د اتوار په ورځ ناوخته دوه فلسطينيان د يروشلم د دمشق ګېټ سره نزدې هغه وخت په ډزو ووژل شو چې کله هغوي په خودکاره وسله باندې په اسرائيلي ځواکونو ډزې پېل کړې .

د پوځ په وينا هم د اتوار په ورځ دوه کم عمره هلکانو د لويديځې کنارې په جنېن ښار کې په ګاډو ګټې ورورلې او چې کله پوځ دغه ځايې ته ورسېد نو د چارواکو په وينا يو هلک پرې ډزې پېل کړې او په ځوابي ډزو کې بيا دواړه هلکان ووژل شو .

د فلسطين د صحت محکمې وئيلي دواړه هلکان فلسطينيان ؤ او د هغوي عمرونه د ۱۵ کالو پورې وو .

اسرائيلي چارواکو وئيلي د يروشلم په لرې پرته علاقه کې يې يو فلسطينی په داسې مهال په ډز وژلی چې کله هغه په اسرائيلي سرحدي پوليس باندې د چاکو د لارې د حملې هڅه کوله .

په دغه حمله کې کوم اسرائيلي اهلکار ژوبل شوی نه دی، فلسطيني چارواکو د حمله کوؤنکي پېژندګلو کړې او وئيلي يي دي د هغه عمر ۱۷ کاله او تعلق يې د بېت اللحم سره نزدې د يو کلي سره ؤ .

څيړونکي وايي په فلسطين باندې د اسرائيل قبضې، د امن په لړ کې پرمختګ نه کېدل او د فلسطين کمزوری مشرتابه د دغه ملک په وګړو کې د مايوسۍ سبب جوړيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG