لاس رسیدونکی لینک

 باچاخان يونيورسټي بيرته پرانستل شوه


د پوهنتون نه چاپېره ديوالونه لوړ کړی شوي او ازغن تارونه پرې لګول شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون ۲۶ ورځې وروستو پرانستل شوه ، پوهنتون باندې د تېرې مياشتې په ۲۰م نېټه ترهګريز بريد شوی او د ۲۱ پورې کسان پکې وژل شوي وو .

باچاخان پوهنتون د بريد نه پس تړل شوې او د سيکيورټۍ د کلک امنيت په ځايې کېدو پورې يې د بيرته بيا خلاصېدو اعلان شوی ؤ .

د پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل د پوهنتون د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي ، د نن نه به کلاسونه پېل شي او د پوهنتون هلې ځلې به په باقاعده توګه شورو شي .

مروت وويل دوي به زده کړو کوؤنکو ته دا اجازه نه ورکوي چې پوهنتون ته ځان سره وسلې راوړي ځکه د نوموړي په وينا دوي وسله کلچر ته وده ورکول نه غواړي بلکې ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ته د قلم د لارې ځواب ورکولو هڅه کوي .

د باچاخان پوهنتون نه د ډيوه خبريال ارشد مومند وايي چې د پوهنتون په ګېټونو وسله په لاس ساتونکي ولاړ دي او پوهنتون ته د راتلونکو کسانو تلاشۍ اخستل کيږي ، د دې ترڅنګ د پوهنتون نه چاپېره ديوالونه لوړ کړی شوي او ازغن تارونه پرې لګول شوي دي .

پوهنتون ته په ګڼ شمېر کې هلکان او جينکۍ زده کړې کوؤنکي راغلي او وئيلي يي دي چې دغه رنګ ناوړه بريدونه به د دوي حوصلې ماتې نه کړي او دوي به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي .

بل لور ته په ۲۰م جنورۍ پوهنتون باندې د بريد په نتيجه کې د وژل شوؤ کسانو عکسونه هم په پوهنتون کې ځاي په ځاي لګول شوي دي .

خېبرپښتونخوا صوبه کې باچاخان پوهنتون باندې د بريد نه وړاندې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې ترهګريز بريد شوی او په هغه حمله کې د۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي ماشومان وو .

XS
SM
MD
LG