لاس رسیدونکی لینک

اوباما، پيوټن ته په ياغيانو د بمبارۍ نه کولو وئيلي


صدر اوباما په روسي صدر زور راوړی چې په شام کې د مخالفه ياغي ډلو په ضد فضايي بمباري ودرول رغنده کردار ادا کولی شي .

د امريکې او روس دواړو صدرانو د شام د شخړې د حل دپاره په سفارتي هڅو تېزولو او په دغه لړ کې د دواړو ملکونو د اړيکو زياتولو په خبره اتفاق کړی دی .

د روس خبري ادارې (انټرفېکس) ترمخه د امريکې صدر باراک اوباما د شام د حالاتو په سر د خبرو دپاره د خالي په ورځ خپل روسي سيال ولادي ميرپيوټن ته فون کړی ؤ .

د سپينې ماڼۍ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې په ټيليفوني خبرو کې صدر اوباما په روسي صدر زور راوړی چې په شام کې د مخالفه ياغي ډلو په ضد فضايي بمباري ودرول رغنده کردار ادا کولی شي .

ولې د روسي حکومت مرکز (کريملن) په يو بيان کې وئيلي چې په ټيليفوني خبرو کې دواړو مشرانو تېره اوونۍ په ميونخ کې شوي تړون باندې د عمل دپاره په سفارتي او نور لارو د مرستو زياتولو په خبره اتفاق کړی د دې دپاره چې په شام کې د اوربند تفصيلات مخې ته راوړی شي .

بيان کې وئيل شوي چې د امريکې سيال سره په خبرو کې صدر پيوټن يو ځل بيا په دوه اړخيزه معيار پرېښودو او ترهګرۍ په ضد ګډ دريز خپلولو باندې زور راوړی دی .

د بيان ترمخه پيوټن وئيلي چې د امريکې او روس د ځواکونو ترمنځ مظبوطې اړيکې د وخت ضرورت دی .

ټيليفوني خبرو کې دواړو مشرانو په شام کې اوربند او د انساني همدردۍ د نورو ګامونو ملاتړ کړی دی .

د امريکې او روس د صدرانو ترمنځ دغه خبرې اترې تېره اونۍ په ميونخ کې د شوي امنيتي غونډې نه پس شوي دي ، په کومه غونډه کې چې روسي چارواکو خبرداری ورکړی چې د شام په مسله باندې د امريکا او لويديځ ترمنځ اختلافاتو په نتيجه کې د سوړ جنګ په رنګ حالات جوړيږي .

د غونډې په مهال استازو په شام کې د شخړې د زياتوالي په مخه نيولو اتفاق کړی ؤ ، ولې د ګډې صلاح نه پس هم په شام کې د مغربي ملکونو ملاتړ لرونکو ياغيانو په ضد د روس فضايي حملې دوام لري د کوم په اړ کې چې د شام صدربشارالاسد پلوي پوځ پرله پسې د ياغيانو د ولقې لاندې علاقو پله پرمختګ کوي .

XS
SM
MD
LG