لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داعش نشته،ترهه ګريزې ډلې يې نوم کاروي،چوهدري نثار


 دراولپينډۍ ښار په کلر سيدان تحصيل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دکورنو چارو وزير وئيلي دي چې” داعش پاکستان کې وجود نۀ لري بلکې دوړاندې څخه موجودې نورې ترهه ګريزې ډلې چې درياست په ضد هلو ځلو کې ککړې دې هغوي دداعش نوم استعمالوي اؤ هيواد کې مرګ اؤ تباهي خوروي“
دراولپينډۍ ښار په کلر سيدان تحصيل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دکورنو چارو وزير وئيلي دي چې” داعش پاکستان کې وجود نۀ لري بلکې دوړاندې څخه موجودې نورې ترهه ګريزې ډلې چې درياست په ضد هلو ځلو کې ککړې دې هغوي دداعش نوم استعمالوي اؤ هيواد کې مرګ اؤ تباهي خوروي“

دپاکستان د خارجه دفتر لخوا تيره ورځ هيواد کې دداعش دوجود څخه دانکار څخه وروستو ددغه هيواد دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم دعوه کړې ده چې مينځني ختيز کې فعاله ډله دغه تندروه ډله پاکستان کې هيڅ وجود نۀ لري.

دراولپينډۍ ښار په کلر سيدان تحصيل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دکورنو چارو وزير وئيلي دي چې داعش پاکستان کې وجود نۀ لري بلکې دوړاندې څخه موجودې نورې ترهه ګريزې ډلې چې درياست په ضد هلو ځلو کې ککړې دې هغوي دداعش نوم استعمالوي اؤ هيواد کې مرګ اؤ تباهي خوروي

نثار وويل داعش په هاغه کچه پاکستان کې موجودګي نۀ لري لکه څنګه چې يې شمالي افريقا يا دمينځني ختيز هيوادونو کې لري.

هغه پوښتنه وکړه چې په بې ګناه خلکو، ادارو اؤ جوماتونو دحملو لړ کې اسلام څه وائي؟ اؤ وې وئيل چې ايا دغه خلک داسلام پيروکار اؤ که دمذهب لويې دښمنان دي؟

دمدرسو داندراج لړ کې هغه وويل پاکستان کې دمدرسو داندراج په اړه درايې اتفاق موجود دى.

له دې وړاندې تيره ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياند هم پاکستان کې دداعش دوجود څخه انکار کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه ډله هيواد کې کومه منظمه موجودګي نۀ لري خو دشورو په ورځ دسينيټ دداخله چارو دقائمه کميټۍ په وړاندې ديوې حساسې ادارې انټلي جنس بيورو( ائي بي ) ډائريکټر جنرل افتاب سلطان پاکستان کې دداعش دوجود اعتراف کړى ؤ، دا يې دهيواد لپاره يوه نوې راپورته کيدونکې خطره بللې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې دلشکرجهنګوي اؤ سپاه صحابه پشان تندروه تنظيمونه داعش لپاره نرمه ګوشه لري.

په ډاګه دې وي چې خو له دې وړاندې دپاکستان بيلا بيلو برخو کې دداعش کارکوونکي نيول شوي، ددغه ډلې په حق کې وال چاکنګ شوى، دټي وي چينلو په دفترونو دداعش لخوا حملې شوي اؤ څو مياشتې دمخه يو شمير پاکستاني طالب کمانډرانو داعش کې دشامليدو اعلان هم کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG