لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړيوالو طاقتونو لخوا شام کې دجنګي کارروائيو په خاتمه اتفاق


 ميونخ کې دجمعې په ورځ صحافيانو سره خبرو کې جان کيري وويل ددې اطلاق به په ترهه ګريزو ډلو داعش اؤ النصره فرنټ نۀ کيږي.
ميونخ کې دجمعې په ورځ صحافيانو سره خبرو کې جان کيري وويل ددې اطلاق به په ترهه ګريزو ډلو داعش اؤ النصره فرنټ نۀ کيږي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي دشام دصورتحال په اړه ميونخ کې ترسره شوې غونډه کې شريک لويې طاقتونه په اوربند متفق شوي کوم چې به يوه اوونۍ کې پيل کيږي.

ميونخ کې دجمعې په ورځ صحافيانو سره خبرو کې جان کيري وويل ددې اطلاق به په ترهه ګريزو ډلو داعش اؤ النصره فرنټ نۀ کيږي.

هغه وويل ١٧ ملکي بين المللي سريئن سپورټ ډلې اتفاق کړى چې دامريکا اؤ روس په ګډه مشرۍ کې به يوه کاري ډله تشدد کې داوږدمهاله کمي په تګلاره کار کوي.

خو هغه وويل چې ددغه ډلې غونډه کې شوى پرمختګ لا اوس يواځې په کاغذونو دى اؤ اصل امتحان به هاغه مهال پيل کيږي کله چې ټولې خواوې پخپله ژمنه قائمې پاتې شي.

سپورټ ګروپ دبشري خواخوږۍ په اساس دامداد دورکړې په پراخولو اؤ چټکولو هم اتفاق کړى کوم چې به دناقرارو سيمو څخه پيل کيږي اؤ وروستو به يې دائره ټول ملک پورې غزولى شي.

دملګرو ملتونو يوه کاري ډله به دامداد دورکړې څارنه کوي اؤ هره يوه اوونۍ پس به ددې دپرمختګ راپور وړاندې کوي.

دروس خارجه وزير سرګۍ لاروف وويل شام کې بشري صورتحال خرابيږي دکوم دمخنيوي لپاره چې ګډو هڅو ته اړتيا ده.

همدغه شان جان کيري وويل دوينې دتوئيدو اؤ تشدد خاتمه لازمي ده خو اخر به هم دامن ديوې منصوبې ضرورت وي.

هغه وويل سيريئتن اسپورټ ګروپ په متفقه توګه دجنيوا مذاکراتو دزر تر زره بحالۍ غوښتنه وکړه اؤ دغه په قول دغه ډلې مذاکراتو کې دهرشان اسانتيا ورکولو ژمنه څرګنده کړه.

دملګرو ملتونو په مرستې سره دشام دصدر بشارلاسد دحکومت اؤ حزب اختلاف دډلو ترمينځ دمذاکراتو دعمل دپيل کولو هڅه شوې وه خو دا تر دې مهاله دکوم کلک پرمختګ څخه پرته دځنډ ښکار پاتې شوى.

دغه مذاکرات به اوس په ٢٥مه فرورۍ جنيوا کې کيږي خو دې کې به ددواړو خواؤ ترمينځ نيغ په نيغه ليدنه نۀ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG