لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: د پېښور زلمي ټيم کراچي کنګز ته ماتې ورکړه


د پېښور زلمي ټيم د پي اېس اېل په څلورو مېچونو کې درې وګټل او شپږ پوائنټونه يې ترلاسه کړل .
د پېښور زلمي ټيم د پي اېس اېل په څلورو مېچونو کې درې وګټل او شپږ پوائنټونه يې ترلاسه کړل .

په متحده عرب اماراتو کې روان د پاکستان سُپر ليګ په سيالو کې د شاهد اپريدي په کپتانۍ د پېښور زلمي ټيم کراچي کنګز ته په درېو رنزونو ماتې ورکړه .

د پېښور زلمي ټيم لمړی بيټنګ کړی او په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو يې ۱۸۲ رنزونه جوړ کړي وو .

د کراچي کنګز لخوا بپورا په ۳۳ بالونو ۶۷ رنز جوړ کړل ، او د ټيم په رنزونو سېوا کولو کې يې مهم رول ولوبوؤ ، خو په اخري بال چې څلور رنزونه کول وو د کراچي کنګز بېټسمېن ونه کړی شو او مېچ يې په درېو رنزونو وبائيلو .

د شعېب ملک په کپتانۍ کراچي کنګز کې ونس هم غوره اننګز وکړو او ۴۴ رنزونه يې جوړ کړل ، خو د پېښور زلمي ټيم د بالرانو په وړاندې د کراچي کنګز بل کوم لوبغاړی په غوره لوبه کولو کې کامياب نه شو .

د پېښور زلمي په بالرانو کې وهاب رياض دوه، ټېټ، شاهداپريدي، محمداصغر او ډېرېن سمي يو يو وکټ واخستو .

له دې وړاندې د پېښور زلمي ټيم په لمړي بيټنګ کې تر ټولو زيات محمدحفيظ ۵۹ او په دويم نمبر تميم اقبال ۳۷ رنزونه جوړ کړي وو .

د کراچي کنګز لخوا بپوره دوه، سهېل تنوير او محمدعامر يو يو وکټ اخستو کې بريالي شو .

محمدحفيظ د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو .

د پېښور زلمي ټيم له دې وړاندې د پي اېس اېل په درې مېچونو کې دوه ګټلي او يو بائيللی دی ، د نني مېچ سره په څلورو کې په درېو مېچونو ګټلو يې پوائنټونه شپږ شو .

پي اېس اېل کې د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم هم څلور مېچونه کړي او درې يې ګټلي يو يې بائيللی دی او شپږ پوائنټونه يې حاصل کړي دي .

کراچي کنګز هم څلور مېچونه کړي خو يو يې ګټلی او درې يې بائيللی دي ، يواځې دوه پوائنټونه ورسره دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG