لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائجيريا :دکډوالو په کيمپ غبرګې خودکش حملې،٦٠ مړۀ


 دخبري ادارې روئيټرز ترمخه خودکش حملې دنائجيريا ميډوګوري ښار کې دکډوالو په کيمپ شوي دي.
دخبري ادارې روئيټرز ترمخه خودکش حملې دنائجيريا ميډوګوري ښار کې دکډوالو په کيمپ شوي دي.

افريقائي هيواد نائجيريا کې دبوکوحرام دتشدد له امله دبې کوره شوؤ خلکو په يو کيمپ دوؤ خودکش حملو کې لږ ترلږه ٦٠ کسان وژل شوي دي.

دخبري ادارې روئيټرز ترمخه خودکش حملې دنائجيريا ميډوګوري ښار کې دکډوالو په کيمپ شوي دي.

پوځي چارواکو اؤ امدادي کارکوونکو وئيلي دي دوؤ زنانه خودکش حمله کوونکو دميډوګوري شمال ختيزه سيمه ډيکوا کې دتندلاريتوب له امله دبې کوره شوؤ خلکو دکيمپ په مينځ کې ځانونه الوځولي دي.

خودکش حملو کې ٧٨ کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

ددغو حملو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو دچارواکو وينا ده دغه حملې دتندروه ډلې بوکو حرام کارروائي ښکاري ځکه دغه ډلې له دې وړاندې هم دښځو ترڅنګ ماشومان هم دهدفونو دپه نخښه کولو لپاره کارولي.

دتيرو څو مياشتو راهسې ددغه ډلې حملو کې اضافه راغلې، په ٣١مه جنورۍ هم دميډوګوري خه بهر يوه ترهه ګريزه حمله کې ٦٥ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

دبوحرام دتندروه تحريک اغاز اووۀ کال دمخه بورنو څخه شوى ؤ کوم چې دمسلمانانو اکثريتي سرحدي رياست دى اؤ تيرو وختونو کې دجنګيالو مضبوطه ځاله پاتې شوې.

تيرکال دنائجيريا دپوځ لخوا دبوکو حرام په ضد دکارروائيو څخه وروستو جنګيالو درياست بيلا بيلو کليو باندې دحملو کولو اؤ بيا تښتيدو اؤ دګڼې ګوڼې په سيمو، بازارونو اؤ عبادت خانو دخودکش حملو تګلاره خپله کړې چې په نتيجه کې يې اولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG