لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې تربيتي الوتکه تباه، دوه پائيلټان مړۀ


دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دغه پيښه دګجرانوالې سيمې سره نزدې رامينځته شوې ده.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دغه پيښه دګجرانوالې سيمې سره نزدې رامينځته شوې ده.

دپاکستان پنجاب صوبه کې دپوځ يوه تربيتي الوتکه راغورځيدلې اؤ تباه شوې چې په نتيجه کې يې دغه الوتکه کې سوارۀ دوه پائيلټان وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دغه پيښه دګجرانوالې سيمې سره نزدې رامينځته شوې ده.

دوژل شوؤ پائيلټانو نومونه ميجر اظهر اؤ تربيتي پائيلټ کيپټن احمد ښودل شوي دي.

دپيښې دوجوهاتو معلومولو لاپره يوه پلټنيزه ډله هم جوړه کړل شوې ده.

پاکستان کې له دې وړاندې هم دتربيتي الوتکو دراغورځيدو پيښې رامينځته شوي دي.

دتيرکال اخره کې دپنجاب ميانوالي ضلعې سره نزدې کنديان سيمه کې دپاکستاني فضائيې يوه الوتکه تباه شوې وه چې پکې يوه زنانه پائيلټه مريم مختيار وژل شوېوه.

فلا ئنګ افسره مريم دفضائيې دکومې اپريشنل هلې ځلې په موقع وژل شوې لمړۍ پاکستانۍ ميرمن وه.

مريم مختيار پاکستاني فضائيه کې دشاملو محدودو زنانه پائيلټانو څخه يوه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG