لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمليات ترټولو سخت پړاؤ ته داخل شوي،جنرل راحيل

 دپوځ سرلښکر قبائيلي سيمو کې دترهه ګرۍ دخاتمې دغه دعوه په داسې حال کې کړې چې اوس هم قبائيلي سيمو کې دپاکستاني پوځ دجنګي الوتکو لخوا دترهه ګرو دشکمنو ځالو دپه نخښه کيدو اؤ دغلته دپوځ اؤ جنګيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي قبائيلي سيمو څخه دترهه ګرۍ دخاتمې څخه وروستو اوس دمقامي خلکو دبيا ابادولو عمليات تر ټولو ګران پړاؤ ته داخل شوي دي.

دپوځ سرلښکر قبائيلي سيمو کې دترهه ګرۍ دخاتمې دغه دعوه په داسې حال کې کړې چې اوس هم قبائيلي سيمو کې دپاکستاني پوځ دجنګي الوتکو لخوا دترهه ګرو دشکمنو ځالو دپه نخښه کيدو اؤ دغلته دپوځ اؤ جنګيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دپوځ لخوا شمالي وزيرستان اؤ وروستو خيبرايجنسۍ کې دعملياتو له امله په لکونو قبائيلو دخيبرپښتونخوا صوبې خوندي سيمو اؤ دپولې پورې غاړې افغانستان ته کډې کړې وې.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې شمالي وزيرستان کې يې دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې تر دې مهاله د٩٠ فيصده څخه زياته برخه دترهه ګرو څخه پاکه کړې اؤ قبائيل ددغه دعوې په تناظر کې وخت په وخت خپلو سيمو ته دستنيدو لپاره احتجاجونه هم کوي اؤ وائي هغوي دې دترهه ګرو څخه پاکو کړل شوؤ سيمو ته ستانۀ کړل شي.

کورهيډکوارټر پيښور کې دجنرل راحيل شريف په مشرۍ دخيبرپښتونخوا اؤ فاټا دځانګړې اپيکس کميټۍ غونډه شوې چې پکې قبائيلي سيمه کې دروانو عملياتو ضرب عضب، داستخباراتي معلوماتو په اساس دکيدونکو کارروائيو اؤ دبې کوره شوؤ کډوالو بيرته خپلو کورونو ته دستنولو دمعاملو جاج اخستل شوى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري اؤ له دې امله دغلته روانو عملياتو اؤ پکې دواړو اړخو ته داوښتونکې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

غونډه کې وزيراعلي پرويز خټک،دپيښور کورکمانډر اؤ دخيبرپښتونخوا اؤ فاټا نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړى دى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر په دغه موقع دخيبرپښتونخوا اؤ فاټا داولس لخوا دترهه ګرو خلاف دورکړل شوؤ قربانو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې دخيبرپښتونخوا اولس دکلک همت په څرګندونې سره دترهه ګرو دظلمونو خلاف اودريدلي اؤ هغوي يې په شاتګ مجبور کړي دي.

جنرل راحيل وويل دترهه ګرو اؤ دهغوي دځالو دخاتمې څخه وروستو اوس داغيزمنو سيمو بيا جوړول، دبې کوره شوؤ خلکو دستنولو اؤ دحکومتي نظام دقائمولو کارروائي اوس يوې ګرانې مرحلې ته داخل شوې ده.

په دغه موقع هغه دکډوالو خپلو سيمو ته په وخت دستنولو اؤ فاټا کې دبحالۍ په اړه قبائيلي اولس سره دشوؤ ژمنو دپوره کولو اراده تکرار کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG