لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې لسو لکو څخه زيات خلک ګير دي،راپور


 دا خبره هالينډ کې قائمې امدادي ډلې( پي اى ايکس) اؤ واشنګټن کې دقائم سيريا انسټيټيوټ لخوا دنهې په ورځ جاري شوي نيو سيج واچ راپور کې شوې ده.
دا خبره هالينډ کې قائمې امدادي ډلې( پي اى ايکس) اؤ واشنګټن کې دقائم سيريا انسټيټيوټ لخوا دنهې په ورځ جاري شوي نيو سيج واچ راپور کې شوې ده.

يو نوي راپور کې انکشاف شوى چې شام کې دګيرو شوؤ خلکو شميره دلسو لکو څخه هم سيوا ده کومه چې دملګرو ملتونو لخوا دښودل شوې شميرې څخه ډيره زياته ده.

دا خبره هالينډ کې قائمې امدادي ډلې( پي اى ايکس) اؤ واشنګټن کې دقائم سيريا انسټيټيوټ لخوا دنهې په ورځ جاري شوي نيو سيج واچ راپور کې شوې ده.

يو کال دمخه په انټرنيټ دشام ګيرو شوؤ سيمو کې دخلکو عکسونو نړيوال پام راګرځولى ؤ.

دغو عکسونو کې ښودل شوي منظرونه دمضايا نومې سيمې څخه اخستل شوي وؤ کومه چې په هاغه وخت کې دګيرو سيمو جوړ کړل شوي دملګرو ملتونو فهرست کې شامل نۀ وه، تيره مياشت دغلته دامدادي کارکونکو ورتګ ممکن شوى ؤ هغوي ددغه سيمې دحالت دبيانولو په مهال وئيلي وؤ دولږو په وجه ډهانچې جوړ شوي موروپلار خپلو ماشومانو ته په خوب اؤ ګولو ورکولو مجبور دي.

دسيج واچ ترمخه دشام دخواؤشا ٤٦ اباديو لس لکه اؤ ٩٠ زره خلک ګير دي اؤ دملګرو ملتونو داندازو ترمخه ددغو سيمو شميره ١٨ زره وه.

راپور کې وئيل شوي زياتره سيمې ددمشق خواؤشا اؤ حمص کې موقعيت لري کومې چې شامي امنيتي ځواکونو ګيره کې اخستي ختيز ښار ديرالزور کې خواؤشا دوه لکه خلک دداعش اؤ سرکاري پوځونو ګيره کې دي، راپور کې وئيل شوي چې دوه ښارونه دوسله وال حزب اختلاف دډلو ګيره کي دي.

راپور کې وئيل شوي دې سيمو کې اوبه اؤ بجلي بنده وي اؤ که چرته خوراک، تيل اؤ نور سهولتونه شته هم نو هغې پورې تګ محدود دى، دې سيمو کې دخوراک دکمي اؤ ناروغو له امله دمرګ خبرونه هم ترلاسه شوي.

دا شميره دغو اباديو کې دموجودو سيمه ييزوسرچينو چې پکې لوکل کونسلز، طبي امدادي کارکوونکي اؤ سټيزن جلنسټس شامل دي، څخه ترلاسه شوي دي.

تيره مياشت ملګرو ملتونو دخپلو اندازو په تجديد کولو سره دګيرو شوؤ خلکو شميره څلور لکه ،٨٦ زره اؤ ٧٠٠ ښودلې وه.

دسيج واچ راپور کې وئيل شوي دي چې اوس هم دزياترو ګيرو خلکو لړ کې بين المللي ورورولۍ ته پته نشته.

شام کې دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې خانه جنګي روانه ده اؤ ٢٠١٤م څخه تندروه ډلې داعش هم دشام په لويه برخه قبضه کړې اؤ دغلته يې دخپله ځانه دخلافت اعلان کړى، دې شخړه کې تر دې مهاله په لکونو خلک وژل شوي اؤ ديو کروړ څخه زيات بې کوره شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG