لاس رسیدونکی لینک

سلامتي کونسل د شمالي کوريا د ميزايل تجربې سخته غندنه کړې


سمانتهاپاور وويل ، د شمالي کوريا لخوا د نړيوالو بندېزونو دغه نوې سرغړونه د دې تقاضا کوي چې د پيانګ يانګ حکومت ته دې نور سخت ځواب ورکړی شي .

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د شمالي کوريا لخوا د اتوار په ورځ د شوې راکټ تجربې غندنه کړې او دغه ګام ته يې د سخت ځواب وئيلو اعلان کړی دی .

د اتوار په ورځ د شمالي کوريا د راکټ الوزولو او دغه کار ته د غبرګون وئيلو په لړ کې په بنده کمره کې غونډه شوې او د کونسل صدر او وينزويلا سفير رافېل ډيريورمريز وئيلي کونسل د دغه تجربې په سختو ټکو کې غندنه وکړه .

خبريالانو سره خبرو کې د وينزويلا سفير د شمالي کوريا دغه نوې تجربه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو او نړيوالو بندېزونو سخته سرغړونه وګرځوله .

نوموړي وئيلي په ۱۵غړو مشتمل د کونسل غونډه کې دا عزم څرګند کړی شوی چې د شمالي کوريا د تازه راکټ تجربې او په جنورۍ کې د کړې ايټمي تجربې په سر نوي بندېزونه لګېدی شي .

په نړيواله اداره کې د امريکا سفيرې سمانتهاپاور د غونډې وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل امريکا او اتحاديان به يې دا خبره يقيني کوي چې د سلامتي کونسل لخوا به شمالي کوريا ته په دغه ګام سخت ځواب ورکولی شي .

هغې وويل د شمالي کوريا لخوا د نړيوالو بندېزونو دغه نوې سرغړونه د دې تقاضا کوي چې د پيانګ يانګ حکومت ته دې نور سخت ځواب ورکړی شي .

رسنيو سره د خبرو په مهال د امريکا سفيرې سره د امريکا د دوه غټو اتحاديانو جاپان او جنوبي کوريا سفيران هم موجود وو.

د شمالي کوريا لخوا د جنورۍ په شپږمه نېټه د ترسره شوې جوهري تجربې کولو په ضد د نړيوالو بندېزونو سېوا کولو په يو مجوزه قرارداد باندې چين او امريکا د وړاندې نه خبرې کوي .

سمانتهاپاور رسنيو سره خبرو کې هيله څرګند کړه چې د دغه قرارداد مسوده منظوره او زر تر زره کونسل ته وړاندې شي .

شمالي کوريا د اتوار په ورځ د اوږدې فاصلې ويشتو يو راکټ تجربه کړې په کومه چې نړيواله ټولنه شک کوي چې په دې کې ممنوع ميزايل ټيکنالوجي کارول شوې ده .

د دغه تجربې نه څو ورځې وړاندې شمالي کوريا ملګري ملتونه د يوې مراسلې د لارې خبر ورکړی ؤ چې په راتلونکو څو ورځو کې مدار ته يو سيټلائټ ليږي .

تېره مياشت شمالي کوريا د هائيډروجن بم د تجربي کولو ادعا کړې وه، ولې امريکا او نور غربي ملکونه د شمالي کوريا په دغه ادعا شک کوي او وايي چې دا د ايټم بم تجربه وه .

XS
SM
MD
LG