لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : دايف سي په کاروان چاؤدنه کې ٨ کسان وژل شوي


 دسرچينو ترمخه دغه چاؤدنه دضلع کچهرۍ سره نزدې دايف سي ځواکونو دکاروان ترڅنګ شوې ده چې په نتيجه کې يې دايف سي دعسکرو په ګډون اتۀ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه چاؤدنه دضلع کچهرۍ سره نزدې دايف سي ځواکونو دکاروان ترڅنګ شوې ده چې په نتيجه کې يې دايف سي دعسکرو په ګډون اتۀ کسان وژل شوي دي.

دپاکستان دناقرارې صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دامنيتي ځواکونو ديو کاروان سره نزدې ترسره شوې چاؤدنه کې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دغه چاؤدنه دضلع کچهرۍ سره نزدې دايف سي ځواکونو دکاروان ترڅنګ شوې ده چې په نتيجه کې يې دايف سي دعسکرو په ګډون اتۀ کسان وژل شوي دي.

ميډيا سره خبرو کې داخله سکتر اکبر حسين دراني پخلى کړى دى چې وژل شوؤ کې درې دايف سي عسکر اؤ پينځه نور مقامي کسان وؤ.

هغه وئيلي وؤ چې په سمدستي توګه دا پخلى نۀ شي کولى چې دغه چاؤدنه دکورني جوړ شوي بم اؤ که دځانمرګي بريد نتيجه وه.

دچاؤدنې له امله دامنيتي ځواکونو ګاډي ته زيان رسيدلى اؤ دنزدې ودانو شيشې يې ماتې کړي دي.

راپورونه وائي چې چاؤدنه کې د٢٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي کوم چې دعلاج لپاره هسپتالونو ته وړل شوي دي.

خو ډي ائي جي امتياز شاه بيا وائي چاؤدنه کې دايف سي دعسکرو په ګډون اووۀ کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شوي دي.

په ١٣مه جنورۍ هم کوئټه کې دپوليو دويکسينيشن ددفتر څخه بهر يو ځانمرګي خپل ځان الوځولى اؤ چاؤدنه يې کړې وه چې پکې لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG