لاس رسیدونکی لینک

د شام د کډوالو د مرستو دپاره د اربونو ډالرو امداد ورکولو وعدې شوي


د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې کارکوؤنکو امدادي ادارو په روان کال کې د شام د شخړې نه اغېزمندو خلکو د مرستو  دپاره د نړيوالې ورورولۍ نه د ۷.۷۳ اربه ډالره ورکولو اپيل کړی دی .

په شام کې د روانې خانه جنګۍ نه متاثره خلکو او کډوالو د مرستو دپاره امريکا او د نړۍ نورو مالدارو ملکونو د نورو څو اربه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی .

د زيارت په ورځ لندن کې ترسره شوي نړيواله مرستندويه غونډه کې ګډون والو نړيوالو مشرانو د شام د شخړې نه اغېزمندو خلکو د مرستو دپاره امدادي ادارو ته د نور رقم ورکولو ادعاوې کړي دي .

د برطانيې، ناروی او جرمني په ګډ کوربه توب کې شوې غونډه کې د برطانيې وزيراعظم ډېوډکېمرون او د هغه د ناوری سيال ارنا سالبرګ د کال ۲۰۲۰م پورې د شام د شخړې نه اغېزمندوخلکو ته د مرستو ورکولو په لړ کې د ۱.۷۶ او ۱.۱۷ اربه ډالرو ورکولو اعلان وکړو .

د جرمني چانسلرې انګيلا مرخېل اعلان وکړو چې جرمني به د شام د کډوالو دمرستو دپاره د کال ۲۰۱۸م پورې ۲.۵۷اربه ډالره ورکوي .

غونډې ته په وينا کې د امريکې خارجه وزير جان کېري اعلان وکړو چې اوباما انتظامي په روان مالي کال کې د شام د کډوالو د مرستو دپاره ۸۹ کروړه ډالره ځانګړي کړي دي .

د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې کارکوؤنکو امدادي ادارو په روان کال کې د شام د شخړې نه اغېزمندو خلکو د مرستو دپاره د نړيوالې ورورولۍ نه د ۷.۷۳ اربه ډالره ورکولو اپيل کړی دی .

د امدادي ادارو لخوا د غوښتی شوي رقم نه علاوه د شام د کډوالو کوربه توب کوؤنکو د سيمې نورو ملکونو هم د مالدارو ملکونو نه د ۱.۲ اربه ډالرو تقاضا کړې ده .

د زيارت په ورځ مرستنتدويه غونډه کې يورپي يونين، جاپان او نورو ملکونو هم د شام د خانه جنګۍ نه متاثره خلکو دپاره د امداد ورکولو په لړ کې د نورو پېسو ورکولو ادعا کړې ده .

په شام کې د تېرو پينځه ؤ کالو راهسې خانه جنګي روانه ده ، په کومه کې چې تراوسه پورې خواؤشا دوه نيم لاکه خلک وژل شوي دي .

د جنګ له سببه نزدې ۶۰ لاکه په شام کې دننه بې کوره شوي او د ۴۰ لاکه نه زياتو د شام سره په سيمه کې په نورو ملکونو کې پناه اخستې ده .

د ترکي وزيراعظم احمدداؤد اوغلو د غونډې ګډون والو ته وئيلي چې د روس جنګي الوتکو د شام په حلب ښار او چاپېره علاقو کې بمباري زياته کړې چې له امله يې په زرګونو شاميانو د ترکي مخه کړې ده .

د ترکي وزيراعظم وئيلي چې د شمالي حلب په کډوالو کېمپونو کې د ۶۰ نه تر ۷۰ زرو پورې کډوال د روسي بمبارۍ نه بچ کېدو دپاره ترکي پله روان شوي ، او د بمبارۍ له کبله د حلب نه نور درې لاکه خلک ترکي راتلو پله تيار دي .

هغه وئيلي په دې خبره فکرمند دی چې د شام نه راتلونکي کډوال به چرته او څنګه ابادولی شي .

ترکي د شام کډوالو ته پناه ورکوؤنکی تر ټولو غټ ملک دی چرته چې د شام د خانه جنګۍ له سببه بې کوره شوي د ۲۵ لاکه نه زيات کډوال په کېمپونو کې دېره دي .

د ترکي نه علاوه د شام زياتره نور کډوال په اردن او لبنان کې دي .

غونډې ته په وينا کې د اردن باچا شاه عبدالله وئيلي قوم يې د خپل توان نه د زياتو کډوالو کوربه توب کوي او هغه اوس نور کډوال نه شي قبلولی .

XS
SM
MD
LG