لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش په ضد عمليات  په سم اړخ روان دي، جان کېري


جان کېري په شام کې د بد انساني حال خبرداری ورکړی او وئيلي يي دي د دويم جنګ عظيم نه پس دغه رنګ تباهي نه ده ليدل شوې .
جان کېري په شام کې د بد انساني حال خبرداری ورکړی او وئيلي يي دي د دويم جنګ عظيم نه پس دغه رنګ تباهي نه ده ليدل شوې .

د امريکې خارجه وزير جان کېري نن د نهې په ورځ وئيلي چې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره نړيوالې هڅې په سم اړخ روانې دي، ولې نوموړي خبرداری ورکړی چې په ليبيا او عراق کې د ثبات دپاره دې نور ګامونه پورته کړی شي .

جان کېري دغه خبره په روم کې د ۲۰ ملکونو د وزيرانو په کچه د راجوړې يوې غونډې د پرانستې په مهال کړې ده ، دغه غونډه د دولت اسلاميه (داعش) ډلې په ضد د عملياتو تېزولو په موخه راجوړه شوې وه .

نوموړي په هغو ننګونو رڼا اچولې او وئيلي يي دي چې وسله وال ليبيا کې د تېلو پراخه وسائل په لاس کې اخستل غواړي ، خو نوموړي وئيلي چې په نزدې کې د نوي يو والي قامي حکومت جوړېدو لوظنامه کېدونکې ده کومه به چې د دغو حالاتو مخنيوی وکړي .

جان کېري په شام کې د بد انساني حال خبرداری ورکړی او وئيلي يي دي د دويم جنګ عظيم نه پس دغه رنګ تباهي نه ده ليدل شوې .

نوموړي وئيلي قومونه دې د اوربند په خبره ټينګار وکړي ، او دغه غږ دې ته اړتيا لري چې چرته هم د مرستو ضرورت دی هلته دې زر تر زره امداد ورسول شي .

هغه وئيلي داعش ته د ماتې ورکولو په لړ کې اتحاد د اهدافو ترلاسه کولو دپاره څو مخې تګلاره لري .

د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا فضايي بريدونه، په شام او عراق کې د داعش په ضد جنګيالو ته مرستې ورکول، د تُندروه ډلې مالي لارې کټ کول، د بهرنو جنګيالو ودرول او انساني مرستې په دغو هڅو کې شاملې دي .

جان کېري وئيلي د تېرې مئ د مياشتې څخه پوځي هڅو کې د داعش د منځنۍ او لوړې کچې ۹۰ مشران وژل شوي او د شام او ترکي په پوله تړلو کې يې بريا ترلاسه کړې ده .

نوموړي وئيلي هغه څه چې له وړاندې روان دي هغو ته دې تسلسل ورکړی شي چې وسله والو ته پټ ځايونه او بيا د يو ځايې کېدو موقع په لاس ور نه شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG