لاس رسیدونکی لینک

د آئيوا لمړو ټاکنو کې کروز بريالى،دهيلري اؤ سينډرز ترمينځ سخته مقابله


د فلورېډا نه سينيټر مارکو روبيو د ۲۳ فيصده ووټونو سره په دغه زغل کې په درېم نمبر دی .

امريکا کې د٢٠١٦م صدارتي انتخاباتو لپاره دسياسي ګوندونو لخوا دنامزدګۍ دکانديدانو ترمينځ لمړۍ باضابطه پرائمري ټولټاکنې ائيووا رياست کې روانې دي چې پکې دريپبلکن ګوند سينيټر ټيډ کروز ارب پتي کاروباري شخصيت ډونلډ ټرمپ ته ماتې ورکړې ده.

هغه دريپبلکن ووټ ٢٨ فيصده اخستي اؤ خپل مخالف ډونالډ ټرمپ ته يې ماتې ورکړې ده، دووټتنګ څخه دمخه ډونلډ ټرمپ دخوښې کانديد ګرځول کيدو خو دووټونو نتيجه کې هغه په دوهم نمبر دى.

په دريم نمبر دفلوريډا سينيټر مارکو روبيو دى، چاته چې دتوقع څخه زيات ووټونه ترلاسه شوي.

بل لوري ته دډيموکريټګ ګوند دکانديد په اړه تر دې مهاله معلومه شوې چې ٩٤ فيصده ووټونه شميرل شوي چې ترمخه يې هيلري کلنټن ته په سينډرز لږه برتري ترلاسه ده.

دنيويارک ټائمز ترمخه هيلري کلنټن 49.9 فيصده اؤ سينډرز 49.6 فيصده ووټونه ترلاسه کړي دي.

دامريکائي ميډيا ترمخه دنومبر مياشت کې ترسره کيدونکو صدارتي ټولټاکنو لپاره دريپبلکن کانديد ائيووا کې ووټونو دلمړو نتيجو ترمخه دټيکسس سينيټر ټيډ کروز ارب پتي کاروباري شخصيت ډونلډ ټرمپ ته ماتې ورکړې ده.

هغه دريپبلکن ووټ ٢٨ فيصده اخستي اؤ خپل مخالف ډونالډ ټرمپ ته يې ماتې ورکړې ده، دووټتنګ څخه دمخه ډونلډ ټرمپ دخوښې کانديد ګرځول کيدو خو دووټونو نتيجه کې هغه په دوهم نمبر دى.

په دريم نمبر دفلوريډا سينيټر مارکو روبيو دى، چاته چې دتوقع څخه زيات ووټونه ترلاسه شوي.

بل لوري ته دډيموکريټګ ګوند دکانديد په اړه تر دې مهاله معلومه شوې چې ٩٤ فيصده ووټونه شميرل شوي چې ترمخه يې هيلري کلنټن ته په سينډرز لږه برتري ترلاسه ده.

دنيويارک ټائمز ترمخه هيلري کلنټن 49.9 فيصده اؤ سينډرز 49.6 فيصده ووټونه ترلاسه کړي دي.

د امريکا د صدارتي کانديد د نومول کېدو دپاره په آئيوا کې کېدونکو لمړو انتخاباتو نتيجې مخې ته راروانې دي، د کومو ترمخې چې د ريپبلکن د نامزدګۍ دپاره ټيډکروز د ۲۸فيصده ووټونو اخستو سره په لمړي نمبر دی ، او د هغه نزدې حريف ډونلډټرمپ ۲۴ فيصده ووټونو اخستې دي .

د فلورېډا نه سينيټر مارکو روبيو د ۲۳ فيصده ووټونو سره په دغه زغل کې په درېم نمبر دی .

بل لور ته د ډيموکريټس د نامزدګۍ دپاره پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن ۵۰ فيصده او د ورماونټ نه سينيټر برني سينډرس ۴۹ فيصده ووټو سره د دواړو ترمنځ سخته مقابله روانه ده .

د ډيموکرېټس لخوا په منډه کې شامل د مېرې لېنډ د سابوګورنر مارټن اومالي يواځې کانديد دی چا چې د يو فيصد نه هم کم ووټونه ترلاسه کړي دي ، او سرچينې وايي هغه د کانديد په توګه خپل کاغذونه بيرته اخلي .

نزدې د يو کال راهسې روان مهم او پېشنګويانو وروستو آئيوا کې کېدونکې رايي شماري د دغه مرحلې لمړۍ جائزه ده .

XS
SM
MD
LG