د افغانستان پلازمينه کابل کې د پوليس په يو مرکز ځانمرګی بريد شوي چې په نتيجه کې يې نهه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي .
د کابل پوليسو د جرمونو د پلټنيزې څانګې مشر جنرال فريدون عبېدي وئيلي چې د بريد په نتيجه کې وژل شوؤ کسانو کې دوه عسکر او اووه عام ملکي وګړي د مينځه تللي دي .
طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې ده .
د افغانستان داخله مرستيال وزير جنرال ايوب سالنګي په ټويټر باندې پېغام کې ليکلي د کابل په لويديځ کې دهمزنګ چوک باندې زوروره چاؤدنه شوې او لس کسان پکې وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي .
د چارواکو په وينا دغه بريد د کابل ښار د ګڼې ګوڼې په علاقه کې شوی دی .
د تېرو يو وخت نه په کابل کې دغه ډول بريدونه کيږي او طالبان يې زمه واري مني .
کابل کې دغه بريد نن دګل په ورځ په داسې مهال رامنځته شوی چې افغانستان کې د سولې په لړ د تيارۍ خبرې روانې دي .
د افغان سولې په لړ کې د تيارۍ په موخه يوه غونډه په اسلام اباد او بله په کابل کې شوې او درېمه هم روانه اوونۍ په اسلام اباد کې ټاکل شوې ده .
په دغو غونډو کې افغانستان، پاکستان، امريکا او چين ګډون کوي .
په عېن حال کې په افغانستان کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی هم مخې ته راغلی دی .