د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد چې په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد عمليات کوي ، وئيلي يې دي د ملکي وګړو د وژنو د پلټنو دپاره يې يو ازاد پلټنيز ټيم جوړ کړی دی .
يو بيان کې اتحاد وئيلي چې په يمن کې د عامو ملکي وګړو په زاني زيان افسوس کوي .
اتحاد وئيلي چې په نړيوال بشري قانون پوهانو باندې مشتمل يو ازاد ټيم به په هره پېښه ډاګيز رپورټ تياروي، چې پکې به نتيجې او د پېښې نه زده کړی شوې خبرې هم شامل وي چې په راتلونکې کې د ملکي وګړو وژنې رامنځته نه شي .
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د پوهانو يو پلاوي سلامتي کونسل ته وئيلي ؤ چې د هغو تورونو پلټنې وکړي چې په يمن کې ټول فريقېن د نړيوال قانون سرغړونه کوي په کوم کې چې د سعودي په مشرۍ اتحاد هم شامل دی .
پوهانو وئيلي ؤ چې د حوثي ياغيانو په ضد عمليات کوؤنکي سعودي اتحاد ۱۱۹ داسې فضايي حملې کړي چې په هغو کې ملکي وګړي په نښه شوي ، چې پکې د کډوالو کېمپونه، د ودونو دستورې، سکولونه، بازارونه او ابادۍ والا علاقې شامل دي .
د پوهانو په وينا لږ ترلږه درې داسې پېښې هم رامنځته شوي چې خلک د هيلي کاپټرو نه تښتېدلي او هيلي کاپټرې پسې ورغلي او ډزې يې پرې کړي دي .
په رپورټ کې د ايران ملاتړي لرونکو حوثي ياغيانو باندې هم ،"لوږه د جنګي وسلې په توګه کارولو"، تور لګول شوی دی او دغه کار د نړيوال قانون لاندې ممنوع دی .
ملګرو ملتونو وئيلي چې په يمن کې د ۸۲فيصده نه زياته ابادي خوراک او طبي اسانتياؤ ته اړتيا لري .
سعودي اتحاد د يمني او عرب ځمکنو ځواکونو په مرسته د حوثي ياغيانو د پلازمينې صنعا نه د ويستو هڅې کوي .