لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي وئيلي، روسي جنګي الوتکې يې د فضايې حدونو سرغړونه کړې


د ترکي خارجه وزير وئيلي چې د روس اېس يو ټي ۳۴ جنګي الوتکه د جمعې په سحر پاؤکم ۱۲ بجې د ترکي فضايي حدونو ته راننوتې
د ترکي خارجه وزير وئيلي چې د روس اېس يو ټي ۳۴ جنګي الوتکه د جمعې په سحر پاؤکم ۱۲ بجې د ترکي فضايي حدونو ته راننوتې

د ترکي او روس ترمنځ د خالي په ورځ هغه مهال کړکېچ رامنځته شوی چې کله ترکي او نېټو وويل د روس يوې جنګي الوتکې د ترکي د فضايي حدودنو سرغړونه کړې ، ولې روس د ترکي لخوا لګول شوی تور پرپېګنډا بللې او رد کړی يې دی .

د ترکي خارجه وزير وئيلي چې د روس اېس يو ټي ۳۴ جنګي الوتکه د جمعې په سحر پاؤکم ۱۲ بجې د ترکي فضايي حدونو ته راننوتې، باوجود د دې چې د ترکي او نېټو چارواکو ورته څو ځله خبرداری هم کړی ؤ .

د ترکي صدر رجب طيب اردوان د لاطيني امريکې د سفر روانېدو په مهال د استنبول په هوايي ډګر رسنيو سره خبرو کې روس ته خبرداری ورکړو چې که دغه رنګ سرغړونې روانې وې نو نتيجې به يې خطرناکې وي ، نوموړي د روس دغه ګام غېرزمه وار ګرځولی دی .

د ترکي حکومت وئيلي چې په انقره کې يې د روس سفير رابللی او په دغه پېښه يې ورته احتجاج ريکارډ کړی دی .

په ماسکو کې د روس د دفاع وزارت وياند وئيلي چې د روس الوتکې يوه سرغړونه هم نه ده کړې .

د نېټو سيکرټري جنرال ژا سټولنبرګ د ترکي په فضايي حدونو کې د روس مداخلت ته خطرناک وئيلي او د اتحاد لخوا يې ترکي سره د يووالي عزم څرګند کړی دی ، ترکي د اتحاد غړی ملک دی .

د خالي په ورځ جاري کړي يو بيان کې اسټولنبرګ وئيلي ، زه په روس زور راوړم چې د زمه وارۍ څرګندونه وکړي او د نيټو فضايي حدونو ته درناوی ولري ، روس ته هغه ټول ضروري ګامونه پورته کول پکار دي د کومو په مرسته چې بيا دغه ډول سرغړونه ونه شي .

د نومبر په مياشت کې د ترکي او روس ترمنځ هغه وخت اړيکې ترينګلې شوې وې چې کله ترکي د روس يوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې وه ، ترکي وئيلي ؤ شام سره په پوله يې روسي الوتکې د فضايي حدونو خلاف ورزي کړې وه او روس په دغه مهال هم وئيلي ؤ چې الوتکه د ترکي حدونو کې نه وه داخل شوې .

په بنيادي توګه د ترکي او روس ترمنځ اختلاف د شام شخړه ده چرته چې د دواړو ملکونو ځواکونه عمليات کوي .

د ستمبر په مياشت کې د روس جنګي الوتکو د صدر بشارالاسد په ملاتړ کې په شام کې د ياغيانو په ضد عمليات پېل کړي او ترکي غواړي چې اسد چوکۍ پرېږدي .

د ترکي جنګي الوتکې د تېر کال راهسې په شام کې د داعش د جنګيالو په ضد عمليات کو ي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG