لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي واېي بلوڅ ملت پاله ډاکټرعبدالمنان یې وژلی


دپاکستان بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزيرسرفراز بگټی وايي سر ښار کوټه سره نزدې مليشا قواؤ په عملياتو کښي یې د بلو چستان نيشنل مومنټ ډاکټر عبدالمنان په گډون پنځه بلوڅ ياغيان وژلي دي. او کچلاغ سيمه کي پوليس وايي څلور په ډزو ويشتل شوي مړي یې موندل دي.

کوټه کښي یو خبری کانفرنس ته سرفراز بگټی اویل دغه عمليات بيگاه د شپې شوي دي. سرفراز بگټی اوېل ډاکټرعبدالمنان د بلوچ نيشنلسټ مومنټ سره تعلق لرلو او تور ېي ولگولو چې په امنیتی عسکرو باندې برېدونو کې ککړ وو.

بلوچستان کې د ډېوه رېډېو خبرېال حميد سمسور واېي ډاکټر عبدالمنان د بلوچ نيشنلسټ مومنټ ېو فعاله غړې او د بلوڅو د حقونو يو ډير پيژندلې مبارز ؤ.

بلخوا د بلوچستان په کچلاغ سيمه کي پوليس واېي څلور په ډزو ويشتل شوي مړي موندل شوې. د پوليس ترمخه دا ټول مړي په ډزو ويشتل شوي وو او په بدنونو يې د تشدد نښې وې. رپورټونه واېي بلوچستان کې اکثره دغه رنگ مړي موندل کيږی. بلوڅان وائي دا هغه تنان دي چې د پاکستان استخباراتي اداری یې اوچت کړي او بيا یې څه موده وروسته مړي وموندل شي.

د لا درکه بلوڅانو د درک معلومولولپاره د وايس فار مسنگ بلوچس نومې تنظيم مرستيال مشر ماما قدير وائي د لا درکه بلوڅانو شميره په زرگونو کې ده.

بلوچستان کې د بلوڅ ملت پاله ډلو لخوا د پنجاب او مرکزی حکومت پرضد د خپلو حقونو لپاره سياسی او د وسلې په لاس مبارزه روانه ده. بلوڅان وائي قدرتي وسيلې د دوي دي خو اختيار یې د پنجاب په لاس کې دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG